
سیاست
مسئولين : ډېر ژر به د ترکيې استانيول او انقرې ته هم د افغان حکومت اتشې وا ستول شي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي: د افغان حکومت د کډوالو اتشې د ايران او پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو چارو د تنظيم لپاره فعاليت کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي: د افغان حکومت د کډوالو اتشې د ايران او پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو چارو د تنظيم لپاره فعاليت کوي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال عبدالرحمن راشد وايي، چې ډېر ژر به د ترکيې استانيول او انقرې ښارونو ته هم د افغان حکومت اتشې واستول شي. عبدالرحمن راشد دغه راز زياتوي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه پلاوي د ترکيې د کډوالۍ ادارې له رئيس سره په کتنه کې له دې هيواده د افغان کډوالو د راستنېدو په تړاو خبرې کړې دي. نوموړي دغه راز په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د ترکيې د کډوالۍ ادارې د رئيس د سفر خبر ورکوي.