ټولنه او کلتور

مسئولين: سيلانيانو ته مو زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولين وايي: په هېواد کې يې د بهرنيو سېلانيانو لپاره ډېرې اسانتياووې رامنځته کړي او هڅه کوي چې لا نور سهولتونه هم ورته برابر کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولين وايي: په هېواد کې يې د بهرنيو سېلانيانو لپاره ډېرې اسانتياووې رامنځته کړي او هڅه کوي چې لا نور سهولتونه هم ورته برابر کړي.د ياد وزارت وياند خبيب غفران وايي، چې دوی بهرنيو سېلانيانو ته د وېزې، ټرانسپورټ او د اوسېدو په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي او روان کال هم پلان لري چې دا خدمتونه نور هم معياري کړي: (( بهرنيو سېلانيانو ته مو د وېزو د صدور او تمديد، ټرانسپورټ او هوټلونو برخه کې سهولتونه برابر کړي او  کوم شرکتونه چې خدمات ورته وړاندې کوي تل يې څارنه کوو.))بل لور ته يو شمېر فرهنګيان هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو راتګ مهم ګڼي او زياتوي چې په دې سره د افغانستان دود او دستور نړيوالو ته ور پېژندل کېږي.ليکوال او فرهنګي جاويد مسرور وايي: دولت مسئوليت لري چې سېلانيانو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.((افغانستان کې سېلانيانو ته بايد هر ډول اسانتياووې برابرې شي، دا کار د بهرنيو سيلانيانو د جذب سبب کېږي او هېواد ته د سيلانيانو د راتلو شمېر هم زياتيږي.))اقتصادي شنونکي هم په دې اند دي چې هېواد ته د سېلانيانو راتګ د اقتصادي ودې سبب کېږي.اقتصادي شنونکي رحيم مرجان  وايي: ((د سېلانيانو راتګ د افغانستان پر اقتصاد او داخلي توليداتو مثبته اغېزه لري او  د افغانستان داخلي توليدات نړۍ ته معرفي کوي.))دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال تر دې دمه زر تنه بهرني سيلانيان هېواد ته راغلي او تېر کال ۵۱۶۹سيلانيانو له افغانستان څخه ليدنه کړې چې ډېر يې د چين، روسيې، امريکا، جاپان او نورو اروپايي هېوادونو وګړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button