
ټولنه او کلتور
مسئولين: د معلولينو، يتيمانو او کونډو حقوق به ورکړل شي
د شهيدانو او معلولينو وزارت په روان کال کې د معلولينو، يتيمانو، او کونډو د حقونو د ورکړې خبر ورکوي. د دې وزارت وياند فيصل خاموش زياتوي، د تېرې ادارې او اسلامي امارت د معلولينو ، يتيمانو او کونډو د ۱۴۰۲ هجري لمريز کال د شپږو مياشتو حقوق به ورکړل شي. يو شمېر معلولين بيا د دغه بهير د روڼتيا او همدا راز د چټکتيا غوښتونکي دي. د دغه وزارت وياند همدا راز وايي، معلولينو ته د تنخواګانو د وېش بهير د شفافيت په موخه يې، د مرکز په ګډون د هيواد په ۱۸ ولايتونو کې، ډيټابېس سيستمونه فعال کړي دي. خاموش ټينګار کوي ،چې څه باندې درې زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخيستو وړ نه وو هم له ډېټابېس سيستمه ايستل شوي دي.