اقتصاد

مجاهد: ۱۵۰ زره ځوانان په کانونو کې کار کوي

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په هرات کې له يو شمېر ځوانانو او ځوانو سوداګرو سره په کتنه کې وويل، چې اوسمهال د افغانستان د کانونو په برخه کې ۱۵۰ زره ځوانان په کار بوخت دي.
په دې کتنه کې د ځوانو سوداګرو د مارکېټ رئيس قاري زبير رحيمي د ځوانانو په استازيتوب د هرات د ځوانانو غوښتنې او ستونزې له ذبيح الله مجاهد سره شريکې کړې.قاري زبير له اسلامي امارت څخه وغوښتل ،چې د ځوانانو نړيواله ورځ د هيواد په کليزه کې شامله کړي او په رسمي توګه يې په نښه کړي.نوموړي د اسلامي امارت له مسئولينو وغوښتل، چې پر ځوانانو پانګونه وکړي او د ځوانانو له ځواک څخه زياته ګټه پورته کړي.د ځوانو سوداګرو لپاره د دايمي نندارتون او بازار جوړول، د ځوانو سوداګرو لپاره د پانګونې د ښارګوټي جوړول او د هرات د ځوانانو لپاره د مشورتي بورډ جوړېدل د ځوانانو هغه غوښتنې وې، چې په دې غونډه کې مطرح شوې.ځوانو سوداګر دغه راز د اسلامي امارت له وياند څخه وغوښتل، چې له هيواده د ځوانانو د تېښتې مخه ونيسي او حکومت دې د ځوانانو د راستنېدو لپاره ځانګړي کمېسيون جوړ کړي.د هيواد په لوېديځه حوزه کې د روشن مخابراتي شرکت استازي سيد فاروق سادات وويل: حکومت بايد د ځوانانو له افکارو او پلانونو څخه کار واخلي او له ځوانانو سره په ګډه د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې کار وکړي.ورته مهال ذبيح الله مجاهد ځوانان د هيواد ستنې وبللې او ويې ويل، چې له ځوانانو پرته د هيواد پرمختګ ناشونی دی.مجاهد زياته کړه، حکومت د ځوانانو د هرې پروژې ملاتړ کوي او ځان له ځوانانو جلا نه ګڼي.

ده وويل: دا مهال د هيواد په کانونو کې ۱۵۰ زره کسان په کار بوخت دي او له دې څخه زيات موږ هڅه کوو چې د کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو.ورته مهال نوموړي د دغه ولايت له لوی جامع جومات څخه هم ليدنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button