
مجاهد :پاکستان دې له بې اساسو څرګندونو ډډه وکړي
په خيبر پښتونخوا کې پر پاکستاني ځواکونو له خونړيو بریدونو وروسته، د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو په مکرره توګه د يادو بريدونو پړه پر افغانستان اچولې او په دوامداره توګه یې، له سرپرست حکومته د ورته بریدونو د مخنیوي او د وسلهوالو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.تازه د پاکستان جمعیت علمايي اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د باجوړ پېښې ته په اشارې، چې نږدې ۳۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ویلي، دغه ډول پېښې په افغانستان کې پلانېږي او په خبره يې د افغانستان حکومت یې باید د مخنيوي په موخه جدي ګامونه پورته کړي.فضل الرحمن له وضاحت پرته ويلي، پاکستان دې د ورته پېښو مخنیوي په موخه په افغانستان کې د ننه پر نویو تګلارو کار او غور وکړي.هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغانستانه پلانېږي او طالبان يې باید مخنیوی وکړي او د پاکستان حکومت باید د ننه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.»خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې بې ځایه تورنه بللي او له مقابل لوري غواړي، چې په راتلونکي کې له کره شواهدو پرته له داسې بې اساسه څرګندونو ډډه وکړي.مجاهد زیاتوي:« ښه دا ده چې دوی ( پاکستان) خپله امنیتي موضوعاتو ته د هېواد دننه متوجې شي او پړه یې پر بل چا وانچوي. موږ هم د دغسې بریدونو قرباني یو. داعش یوه شومه پدیده ده. دا کوم برید چې د مولانا فضل الرحمن پر ناسته شوی، موږ ته دا مالومېږي، چې دا داعشي پدیدې کار کېدلی شي، چې دا شان یو جنایت ترسره کړي. افغانستان کې هم بریدونه کوي، موږ هم د کال په اوږدو کې د دې پېښو قرباني یو. په هر صورت خپل امنیتي ځواکونه باید د ستونزو حل ته متوجې کړو، نه دا چې بل چا ته ګوته ونیسو.»د پوځي چارو شنونکي بيا له سرپرست حکومته د پاکستاني چارواکو د ورته بې ځایه تورنو د مخنیوي په موخه، د پرېکنده اقدام غوښتونکي دي.دوی وایي، اسلامي امارت دا حق لري، چې د ورته څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو په حضور کې د شواهدو غوښتنه وکړي، څو د نه اثبات او په راتلونکې کې د تکرار په صورت باید له پاکستان شکایت وکړي.د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د افغانستان هوايي حریم د امریکایانو تر واک لاندې دی. نو دا به د امریکایانو خوښه وي، چې له دوی (پاکستانیانو) سره یو ځای د ننه په افغانستان کې نظامي عملیات وکړي. اسلامي امارت باید رسماً نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته همدا امریکا ته چې پاکستان تمویلوي،شکایت وکړي، چې دا واقعیت دی، پاکستان دا جرئت کولی شي، چې پر افغانستان باندې نظامي یرغل وکړي.»ځینې نور بیا د د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې د پاکستان د استخباراتي ادارې د خولې خبرې ګڼي.دوی زیاتوي، پاکستان په نړۍ کې د ترهګرپال هېواد په توګه پېژندل شوی او غواړي، له دې لارې پر خپلو اوږو پروت د ترهګرۍ د پالنې ګرد څنډ وهي او په تاریخي لحاظ ځان ته د ترهګرۍ روزنې له قضیې څخه برائت ورکړي.له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم په افغان خاوره کې د وسله والو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو ګوتڅنډنه کړې وه او له افغانستانه پاکستان ته د وسله والو د اوښتو د مخنیوي غوښتنه يې کړې وه.