سیاست

مجاهد: هر هيواد چې په افغانستان کې له تلپاتې ثبات څخه ملاتړ کوي هرکلی يې کوو

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي امريکا ته د سفر پر مهال په سپينه ماڼۍ کې له جمهوررئيس جوبايډن سره د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي ،چې بايډن او نرېندرا مودي د سوله‌ييز، امن او باثباته افغانستان لپاره پر خپل کلک ملاتړ ټينګار کړی دی.سرچينې زياته کړې، چې دواړو مشرانو دغه راز په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعيت په اړه هم خبرې کړې او افغانانو ته يې د بېړنيو بشري مرستو د دوام پر اړتيا هوکړه کړې ده.د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې ويلي ،چې اسلامي امارت له ټولو هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي، خو دا اړيکې دې ته اړتيا لري چې نور هيوادونه هم له افغانستان سره پر خپلو اړيکو له سره غور وکړي او ښې يې وپالي.مجاهد زياتوي ،چې افغانستان له هندوستان سره هم ښې اړيکې لري او هغه هيواد په افغانستان کې خيريه کارونه کړي. ښاغلی مجاهد وايي: هند او افغانستان له يو بل سره ښې تاريخي اړيکې لري: (( له دغه اقدام څخه چې په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي، هرکلي يې کوو، امريکا هم بايد دغه دريځ ته راشي، له امريکا سره د جګړې دوران تېر شوی. موږ نه غواړو چې په هماغې بڼه پرمخ لاړ شو، بلکې غواړو په دېپلوماتيکو او اقتصادي برخو کې د همکاريو د زياتېدو او د خنډونو د لرې کېدو پربنسټ جوړه شوې؛ نوې پاڼه پرانيستل شي.))د سياسي چارو کارپوه شېرحسن حسن که څه هم وايي، چې دا خبرې نوې نه دي، خو ورته هيله من ښکاري: ((دوی تل همدا خبرې کړې دي او اوسنۍ خبرې يې هم نوې نه دي، خو بيا هم دا خبرې هم د افغانستان په ګټه دي او که دوی پرې عمل وکړي، د دوی په ګټه هم دي.))د سياسي چارو بل کارپوه سيداکبر سيال بيا وايي: په نړيواله کچه پر افغانستان خبرې او بحثونه په نړۍ کې د افغانستان ارزښت څرګندوي. د نوموړي په وينا، له دې خبرو ښکاري چې افغانستان لا هم د نړيوالو له نظره نه دي لوېدلي.که څه هم په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې اسلامي امارت نړيوالو ته ډاډ ورکړي چې افغانستان به د هېڅ هيواد لپاره ګواښ نه وي او نه به د افغانستان خاوره د چا پرضد کارول کېږي، خو بيا هم تراوسه پورې هېڅ يو هيواد افغانستان په رسميت نه دی پېژندلی او اقتصادي بنديزونه هم پر خپل ځای پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button