سیاست

مجاهد: نړيوال دې د اسلامي امارت رسميت پېژندنې لپاره پلمې نه جوړوي

 افغانستان کې د اسلامي امارت بیا ځلې واک ته د رسېدو دوه کاله او څو ورځې تېرېږي، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد ورسره رسمې تعامل نه دی کړی.د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د رسميت پېژندنې پر وړاندې دې پلمې نه لټولي او په خبره يې د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره يې ټول شرايط پوره کړي. مجاهد ډاډ ورکوي چې هېڅ وسله‌واله ډله په افغانستان کې فعاليت نه لري او نه به هم د دې اجازه چا ته ورکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.مجاهد زیاته کړې: « امنیتي وضعیت په افغانستان کې سل په سلو کې ډېر ښه دی او هغه ډلې ټپلې چې د افغانستان امنیت یې خرابوه د  اسلامي امارت د نظامي ځواکونو له قاطع برخورد سره مخ شوي.» مجاهد د نجونو زده‌کړې او د ښځو له لوري کار کول کورنۍ موضوع ګڼي او په خبره يې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.خو د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي،  ترڅو سرپرست حکومت په خپل بهرني سیاست کې تغیرات رانه ولي، نو د رسميت پېژندنې تمه دې نه کوي.د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« شاوخوا په ۱۵ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ اوسنیو حاکمانو ته سپارل شوي او همداشان په ځېنو مجالسو او کانفرانسونو کې د اوسني دولت استازو ته ونډه ورکول کېږي.»  د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي:« اوسنی حکومت دې یو ټولشموله او د خلکو د غوښتونو او د دوحې له تړون سره سم ځان برابر کړي، ښځې او د افغانستان مهم قشر په هره برخه کې وټاکي، ځکه دوی له ټولو علمي، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو منعي شوي دي.» کارپوهان له اسلامي امارت غوښتنه کوي، چې د ښځو او نجونو زده‌کړو او کار پر وړاندې لګول شوي محدویتونه لرې کړي ترڅو تعامل ته لاره خلاصه او ورسره به افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا راووځي.د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « هېله من یم چې د دواړو لوریو د ملي ګټو پر بنسټ تعامل د بحث موضوع شي او نړۍ هم وغواړي چې افغانستان د خپلو خلکو د غوښتونو سره سم حاکمیت ولري.» له دې وړاندې هم د سرپرست حکومت چارواکو له هېوادونو د تعامل غوښتنه کړې وه، خو دا هېوادونه بيا په دې اړه د نړيوالې ټولنې له دريځ سره همغږي ښيي او د تعامل ترڅنګ رسميت پېژندنه پر يو لړ مسايلو پورې مشروطوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button