
مجاهد: ملګري ملتونه له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي
له تېرې سه شنبې ورځې راهيسې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه ده او په دې غونډه کې د يو شمېر هيوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.که څه هم پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله پوره شوي، خو لاهم د اسلامي امارت کوم هيواد په رسميت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم نه ده ورسپارل شوې.خو پوښتنه دا چې تر کله به د نړۍ او افغانستان تر منځ همداسې پيکه اړيکې دوام کوي او ولې دا څوکۍ د افغانستان افغان حکومت ته نه سپارل کېږي؟دې پوښتنې ته په ځواب کې د اسلامي امارت مسئولين وايي: ملګري ملتونه په ډېريو مسايلو کې له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي.د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد په ياد سازمان کې د افغانستان څوکۍ يو فرد ته ورکول ظالمانه بولي او زياتوي، له اوسني اسلامي نظام پرته هېڅ فرد حق نهلري چې دغه څوکۍ اشغال کړي.نوموړي رسنيوته ويلي:( د افغانستان خلک اوس يو نظام يا حکومت لري. بايد له اوسني نظام سره تعامل شوی وای او دغه څوکۍ ورته سپارل شوې وای. دا ظلم دی چې دوی روان کړی. دوی شل کاله زموږ هيواد په نظامي لارو تر فشار لاندې نيولي وو او اوس يې له سياسي اړخه نيولي دي. ملګري ملتونه د لويو قوتونو په لاس کې دی او هغوی يې لوبوي.))د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ ته د ځينو هېوادونو مشرانو د افغانستان اوسني وضعيت د اندېښنې وړ بللي دي.د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان د غونډې په څنډه کې د ناروې، جاپان، د ژغورنې نړيوالې کمېټې، د اسلامي همکاريو سازمان او د پاکستان د بهرنيو چارو د لنډمهالي وزير په ګډون د ځينو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو له چارواکو سره کتلي او له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ يې د بېلابېلو مسايلو په اړه ورسره خبرې کړې دي.