
مجاهد : له هيواد د باندې تخريبي غونډې د افغانستان او نظام په ګټه نه دي
په ويانا کې د يو شمېر افغان سياستوالو د غونډې په غبرګون کې د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دا ډول غونډې د افغانستان په ګټه نه دي او هغه کسان، چې دا ډول غونډې له افغانستانه بهر جوړوي په هېواد کې دننه هم ولسي ملاتړ او خای نه لري.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: سياسي څېرې بايد د نظام د تخريب په لټه کې نه وي.په ويانا کې د يو شمېر سياستوالو تر منځ له غونډې وروسته ذبيح الله مجاهد ويلي: دا ډول غونډې د افغانستان په ګټه نهدي او هېڅوک بايد د نظام د تخريب په لټه کې ونه اوسي.مجاهد وايي، چې د ويانا د غونډې ګډونوال په افغانستان کې دننه ولسي ملاتړ نهلري.ذبيح الله مجاهد له سياسي شخصيتونو غواړي، چې هېواد دې په جګړه کې نه ښکېل کوي؛ ځکه اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنهکړي، چې هېواد ناامنه کړي.نوموړي ويلي: د افغانستان خلک به بيا د دوی له خوا نه دوکه کېږي؛ دا څو کسان دي، چې د شخصي ګټو او د خپلو شخصي شتمنيو د ساتنې په لټه کې دي.ده زياته کړې: اسلامي امارت په افغانستان کې د يوه حکومت او نظام په توګه هغه کسان غندي، چې د افغانستان بد غواړي پر بدو نيتونو يو او بل ځای راټولېږي. يو شمېر کارپوهان وايي: دا ډول غونډې د افغانستان ستونزه نهشي حل کولی؛ ځکه د افغانستان مسئله بايد د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي.
د دوی د څرګندونو له مخې، دا ډول غونډې ننداريزې بڼې لري.دا په ويانا کې ((تش په نامه )) د سياسي څېرو دوهيمه غونډه ده، چې د اتريش د نړيوالو چارو د انستيتيوت له خوا جوړه شوې وه. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.