
سیاست
مجاهد: له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې چلند ناعادلانه دی
د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي، چې له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې روان چلند ظالمانه او ناعادلانه دي او ژر دې دغو بنديزونو ته د پای ټکي کېښودل شي.
د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي، چې له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې روان چلند ظالمانه او ناعادلانه دي او ژر دې دغو بنديزونو ته د پای ټکي کېښودل شي. نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه او ځينې هيوادونه د افغانستان په مسايلو دوه مخي چلند کوي او د دوحې د تړون د احکامو خلاف پر اسلامي امارت فشار راوړي. هغه د دغو بنديزونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه ګڼي او وايي ،چې د افغانستان پر وړاندې د فشارونو د پای ته رسولو غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده ،چې څه دپاسه دوه کاله کېږي چې افغان حکومت د اسلامي هيوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.