مجاهد : سيګار په اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخيستې
اسلامي امارت د افغانستان په اړه د سيګار وروستی خپور کړی راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې اسلامي امارت له سخت امنيتي مشکل سره مخ دی او ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ وسله والې ډلې او کورني ګواښونه زيات شوي او ځينو هيوادونو ته خطر متوجه دی. د افغانستان داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سيګار د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخيستې ده.

مجاهد زياته کړې، چې امارت په وضعيت باندې بشپړ کنټرول لري او اجازه به ورنه کړي، چې هېڅ کومه ډله يا جهت افغانستان نا امنه کړي او يا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.
نوموړي همدارنګه ويلي، چې هېڅ بهرنۍ وسلواله ډله په افغانستان کې فعاله نه ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ پر سرحد ولاړه ده.
د اسلامي امارت دوياند له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې امريکا په دې ډول غواړي له افغانانو څخه د ماتې غچ واخلي.
نوموړي له امريکا څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره کينه پای ته ورسوي او اسلامي امارت ته د خنډونو جوړولو پر ځای پر ښو او رغنده متقابلو اړيکو غور وکړي.