سیاست او دولت

مجاهد: د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد وروستی دريځ د تاسف وړ دی

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې له داخل بیا تر نړیوالې کچې بې اساسه او پرته له شواهدو تورونه پورې کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې له داخل بیا تر نړیوالې کچې بې اساسه او پرته له شواهدو تورونه پورې کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان موجودیت، هلته په ناامنیو کې د افغانانو لاس، افغان خاوره د دوی پر ضد کارېدل او نور هغه تورونه او څرګندونې دي، چې پاکستان یې په اړه هېڅ شواهد نه لري.د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان چې اوس نړۍ ته مهم دی او د بحثونو د اجنډا په سر کې راغلی، له پاکستان لاره ورکه ده او غواړي د نړیوالو پام له دې هېواد نورو مسایلو ته واړوي.پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي:« ټوله نړۍ ګوري چې پاکستان پر بې اساسه مسایلو باندې خبرې کوي. غواړي خپله پړه پر افغانستان واچوي. ټي.ټي.پي او نور چې دوی خپله مهار کولی نه شي، سره له دې چې ادعا د لوی پوځ کوي، هغه هم غواړي په افغانستان باندې تاوان کړي. په دې وختونو کې پوهېږي چې  د ملګرو ملتونو او نړیوالو پام افغانستان ته شوی.»

ځینې نور بیا د پاکستان پر وړاندې د قوي افغانستان، دغلته د مرکزي نظام پر موجودیت او له یاد هېواد سره د پوره عاقلانه سیاست غوښتونکي دي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« پوځ، استخباراتو، سیاستوالو او ان د پاکستان د ملا دریځونه د افغانستان د حاکمیت او زموږ د ملي ګټو پر وړاندې تل دوه مخي ول، پر سیاسي اهدافو، پریکړو او استخباراتي لوبو ولاړ ول. پر همدې اساس پکار دا ده چې افغانان د پاکستان پر وړاندې هوښیار شي، خپلې ګټې وپالي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« که پاکستان له افغانستان سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې ښه چلن غوره کړي، موږ باید ورسره ورته چلن وکړو. لکه څرنګه چې دوی (پاکستان) په تېرو څلورو لسیزو کې له دوښمنۍ ډک چلن کړی دی، که دغې پالیسۍ بدله نه کړي او دوام ورکړي موږ باید د یو بلمثله پالیسۍ په فکر کې واوسو.»

اسلامي  امارت بيا دې اندېښنو ته په ځواب کې وایي، له پاکستان سره د ګاونډي هېواد په توګه د ښو اړیکوغوښتونکی دی، خو د افغانستان په تړاو د پاکستان نامسووله او بې اساسه څرګندونې د تاسف وړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې افغانستان د ستونزو پیدا کولو غوښتونکی نه دی، خو پاکستان باید د مشکلاتو لامل نه شي.

مجاهد زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. کوم تورونه چې د پاکستان  لوري لګول کېږي دا د تاسف وړ دي. افغانستان نه غواړي خاوره یې د هېڅ هېواد او په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد وکارول شي. په  دې اړه که دوی (پاکستان) کوم شواهد لري له موږ سره دې شریک کړي. که رښتیا ستونزه وي په دې اړه به موږ حتما ګامونه پورته کړو. خو موږ ډاډه یو چې داسې ډېرې ستونزې نشته دي. د پاکستان خاوره کې چې کوم امنیتي مسایل پېښېږي هغه د پاکستان د امنیتي ځواکونو وظیفه ده چې مخنیوی یې وکړي. د هغې تور باید پر افغانستان پورې نه شي او دا ګټه نه کوي او په عموم کې د افغانستان له ګډوالو سره وضعیت دا یو نوع ناسم پر مخ ولاړل. دا ټول د دې لامل کېږي چې خفګان رامنځته کړي او خدای مه کړه اړیکې خرابه کړي او دواړو هېوادونو ملتونو ترمنځ یوه ستونزه راپیدا کړي. موږ د ستونزو غوښتونکي نه یو  او دوی هم د ستونزو لامل نه شي.»

اسلامي امارت وايي، ټولو خواوو سره غوره اړیکې غواړي، خو زياتوي چې د پاکستان په ګډون هېوادونه دې له افغانستانه خپلې هر ډول اندېښنې له سرپرست حکومت سره شريکې کړي.

د کورنیو او بهرنیو شرکتونو طرحې تائید شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د پانګونې کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري د وړاندې شویو طرحو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

باختر آژانس ته د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ یادې ناستې ته د پښتني بانک مخامخ د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې د دوه پوړیزې سوداګریزې ودانۍ د جوړولو، په بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو د بار او خالي کولو لپاره د عصري او معیاري ترمینل جوړولو او د سروبي ولسوالۍ د نغلو په ساحه کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې وړاندې شوې وې چې یادې طرحې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې له لوري په پرنسیپ کې تائید او د تخنیکي، اقتصادي او حقوقي ارزونې لپاره اړوندو وزارتونو ته وړاندې شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button