ټولنه او کلتورګزارش

مجاهد: د ورځپاڼو د ودې لپاره دې د خبريالانو د مسلکي روزنې د ورکشاپونو لړۍ ژوندۍ وساتل شي

هيواد ورځپاڼه،کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معينيت او ددولتي ورځپاڼو رياست له لوري د ورځپاڼو د ودې د درې ورځني روزنيز ورکشاپ په وروستۍ ورځ ډېر ټينګار په دې وشو، چې په ټولنه کې د چاپي مطبوعاتو د بيا راژوندي کولو په موخه د خبريالانو په ځانګړي ډول د دولتي رسنيو دکار کوونکو د مسلکي روزنې لپاره دې دغه ډول لنډمهالو ورکشاپونو ته پراختيا ورکړل شي.

هيواد ورځپاڼه،کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معينيت او ددولتي ورځپاڼو رياست له لوري د ورځپاڼو د ودې د درې ورځني روزنيز ورکشاپ په وروستۍ ورځ ډېر ټينګار په دې وشو، چې په ټولنه کې د چاپي مطبوعاتو د بيا راژوندي کولو په موخه د خبريالانو په ځانګړي ډول د دولتي رسنيو دکار کوونکو د مسلکي روزنې لپاره دې دغه ډول لنډمهالو ورکشاپونو ته پراختيا ورکړل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنشراتي معينيت اړوند د دولتي ورځپاڼو رياست د ولايتي مطبوعاتو مسئولينو ته د ورځپاڼو د ودې په موخه د مسلکي روزنې لپاره روزنيز ورکشاپ جوړ کړی و.

د اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د ويډيو کنفرانس له لارې د دې روزنيز ورکشاپ ګډونوالو ته وويل، چې د ورځپاڼو او ملي ژبو د بډاينې لپاره دا ډول علمي او روزنيز پروګرامونه خورا مهم دی او په خبره يې: ((د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې هڅه وکړي، چې په ولايتونو کې د مطبوعاتو د بډاينې لپاره هم ورته کارونه وکړي.)) مجاهد ټينګار وکړ، چې د ورځپاڼو د ارزښت ساتلو لپاره دې، ورځپاڼه ليکونکي په خپلو راپورونو او مطالبو کې چاته سپکاوي نه کوي او هغه څه دې خپاره کړي چې د ولس د يووالي او هوساينې لپاره ګټور وي. د کابل پوهنتون استاد ننګيالي ننګيال د دې ورکشاپ په اړه هېواد ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړه، چې که څه هم د رسنيو د هغو کارکوونکو لپاره چې په ژورنالېزم کې مسلکي زده کړې نه لري، ګټور دي خو په کار ده چې د ورځپاڼه ليکونکو د ښې مسلکي روزنې لپاره پر دغسې لنډمهالو پروګرامونو اکتفاء ونشي او د پراختيا تر څنګ يې پر کيفيت هم غور وشي. استاد ننګيال وويل: ((اوس نړۍ د يو کلي په شان ده او مرزونه ختم شوي، په دې کلي کې د اوسېدو لپاره اطلاعات مهم رول لري، چې پر مټ يې عامه افکار مديريت کېږي او عامه پوهاوي خپرېږي نو دې موخې ته د رسېدو لپاره دولتونه فعالو رسنيو او مسلکي رسنوالو ته اړتيا لري)). د ورکشاپ بل روزونکي عبدالستار سعيد د رسنيو د مديرانو او ليکوالانو لپاره دغه ډول لنډمهالي او ورځني پروګرامونه د ورځپاڼو د ودې او ورځپاڼې لوستو دود د راژوندي کولو لپاره، چې ټکنالوژۍ او انلاين ژورنالېزم يې د لوستو تلوسه او عادت پيکه کړي،  اړين وباله. د ده په باور ورځپاڼې د تاريخ او سندونو د خوندي ساتلو غني ادرسونه دي، چې په دې برخه کې دې له بل هر څه ډېر کار وشي. سعيد، د دې لپاره چې کورني مطبوعات له نړيوالو مطبوعاتو سره سيالي وکړاي شي او د عامه افکارو د مديريت برخه وګرځي، وويل: ((د حکومت دنده ده، چې په مالي او نورو برخو کې د رسنيو قوي حمايت وکړي. داسې خلک او ظرفيتونه وروزي او جذب کړي، چې په معياري ډول نشرات وکړاي شي)). ده دغه راز هيله څرګنده کړه، چې د مطبوعاتو د مسئولينو لپاره د روزنيزو پروګرامونو تر څنګ داسې ناستې او غونډې هم راوبلل شي، چې د ورځپاڼې لوستو دود ورسره پياوړي شي.

د ورکشاپ ګډونوال هم د دغسې علمي او روزنيزو ورکشاپونو جوړول د دوي د کار د معياري کېدو لپاره ګټور او اړين بولي خو ټينګار کوي، چې د دوي د لا ښه مسلکيتوب لپاره دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې د دغسې روزنيزو ورکشاپونو لړۍ جاري وساتي.

د دې ورکشاپ يو تن ګډونوال د فارياب د ملي راډيو ټلويزيون کارکوونکي نورالله نيازي خوښي څرګنده کړه، چې د خبريالانو د ظرفيت لوړونې د دغه پروګرام برخوال دي. ده وويل، چې د خبريالۍ د مسلکي چال چلند په اړه حاصله کړې روزنه به يې د کار په لا ښه والي کې مرسته ورسره وکړي او ويې ويل، چې د دا ډول پروګرامونو دوام کولي شي د خبريالۍ په ډګر کې د دوي ستونزې هوارې کړي. د يادولو وړ ده، چې د دولتي ورځپاڼو رئيس محمد ابراهيم نبيل ډاډ ورکړ، چې د مطبوعاتي کسانو لپاره به په راتلونکي کې د دغه ډول پروګرامونو لړۍ دوام ولري او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې ور ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ د مرستو ټټر وهلي. نذير منيب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button