سیاست

مجاهد: د مسکو فارمټ غونډې کې به نړيوالو ته د افغانستان د وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل شي

ټاکل شوې چې د سپټمبر مياشتې پر ۲۹مه نېټه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي. په ياده غونډه کې د ګډون په هدف د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست مولوي اميرخان متقي په مشرۍ پلاوي د دوشنبه په ورځ روسيې ته تللی.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي ،چې په دې غونډه کې به پرسيمه‌ييزو همکاريو سربېره نړيوالو ته د افغانستان په اړه هم معلومات ورکړل شي:(( هلته به د افغانستان د وضعيت په اړه وضاحتونه ورکړي، همداراز به د سيمه ييز اتصال، همغږۍ او اقتصادي راکړې ورکړې د پياوړتيا په اړه له نورو هيوادونو سره خبرې وکړي، د هغوی نظريات به واوري او همکاري به راجلب کړي.))که څه هم د چارو شنونکي دغې او دې ته ورته نورو غونډو ته ډېرې هيلې نه لري، خو وايي چې د پخوانيو ناستو په پرتله يې مثبت ټکی دا دی چې په دې کې د اسلامي امارت پلاوي هم ګډون کوي.
د سياسي چارو شنونکي احمدخان اندړ وايي: نړيوال بايد د خپلو اهدافو پرځای د افغانستان امنيت او ټيکاو ته لومړيتوب ورکړي او اسلامي امارت هم بايد د هيوادونو ترمنځ په اړيکو کې انډول وساتي.
((موږ هيله‌من يو چې مولوي اميرخان متقي په دې غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعيت او د خپلې حکومتولۍ ښه انځور نړيوالو ته وړاندې کړي، ترڅو د نړۍ اعتبار خپل کړو او د افغانستان دا اوسنۍ کشاله د ښو او مخامخ خبرو اترو له لارې حل شي.))د سياسي چارو بل شنونکي شېرحسن حسن وايي: که څه هم تر اوسه نه د نړيوالو په غوښتنو کې کوم بدلون راغلي او نه هم د اسلامي امارت د چارواکو په دريځ کې، خو بيا هم دا غونډه بې ګټې نه ده:

(( د غونډې ګټه دا ده ،چې دوی به لږ تر لږه وکولای شي چې د خپلو دريځونو په اړه يو بل ته دلايل وړاندې کړي ،چې د دغو دلايلو په رڼا کې لږ تر لږه راتلونکو بدلونونو يا اصلاحاتو ته زمينه برابره کړي.))له دې وړاندې د افغانستان په اړه ګڼې نړيوالې ناستې شوي، خو کومه د پام وړ پايله يې نه درلوده او اسلامي امارت به هم هغه ناستې بې ګټې بللې ،چې د اسلامي امارت استازي به په کې نه وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button