
مجاهد: د شرعي احکامو د انفاذ په اړه د يوناما اندېښنې بې اساسه دي
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وړمه شپه پر ټوېټرپاڼه ليکلي، چې په افغانستان کې قضايي سيستم له پخوا څخه ډېر قوي شوی، عدالت تامين او د هيوادوالو حقونو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې ،چې پر دغو پرمختګونو سترګې پټول او بې باوري رامنځته کول بې انصافي ده.
دا سلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي: په افغانستان کې شفاف قضايي سيستم رامنځته شوی او لايې هم د تقويې لپاره هڅې روانې دي.
د يوناما په راپور کې ويل شوي ،چې د تېر ميلادي کال د نومبر له ۱۳مې نېټې څخه د روان ميلادي کال د اپريل تر ۳۰مې پورې د مېرمنو په ګډون ۳۳۲ کسانو ته بدني سزاګانې ورکړل شوې دي.
د يوناما په وروستي راپور کې ويل شوي ،چې ملګري ملتونه د بدني جزا سخت مخالف دي او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام سزا ودروي.