
مجاهد: د جګړې پیلونکي پاکستاني ځواکونه دي
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې کواګې تورخم کې رامنځته شوې جګړه لومړی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې کواګې تورخم کې رامنځته شوې جګړه لومړی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.د ا.ا ویاند ذبېحلله مجاهد پرون د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د جګړې پیلونکي پاکستاني ځواکونه دي.د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو یاده سیمه کې د باران له امله ویجاړه شوې پوسته بېرته رغوله چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي او جګړه رامنځته شوې.ذبېحالله مجاهد وویل: «جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې، شواهد ښيي او اسناد هم شته چې سیمه کې کولای شئ، څېړنې وکړئ. زموږ ځواکونو څو ورځې مخکې یوه پوسته چې پخوا فعاله وه او د باران له امله ویجاړه شوې وه، ترمیموله چې له بدهمرغه پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي، جګړه رامنځته شوې او دروازه هم د دوی له لوري تړل شوې.»د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغان ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه تورخم کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي او په وینا یې، هوډ یې درلود چې د دغه هېواد خاوره کې پوسته جوړه کړي.خو ذبېحالله مجاهد له پاکستان غوښتنه کړې چې له ورته ادعاوو دې ډډه وکړي او په وینا یې، دغه ډول څرګندونې به د دواړوهېوادونو
اړیکو ته زیان ورسوي.هغه زیاته کړه: «د تور لګولو مخه باید ونیول شي. له بدهمرغه پاکستان کې تراوسه داسې موارد وینو چې بېځایه تحرکات او اقدامات کېږي او بېځایه تورونه لګوي چې دا لامل کېږي د دواړو هېوادونو اړیکې زیان وویني. موږ د خبرو له لارې د ستونزو د حل او تفاهم غوښتونکي یوو.» له رامنځته شوې جګړې وروسته اووه ورځې مخکې پاکستان د تورخم دروازه وتړله او دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیونې او زورونې لړۍ چټکه شوې ده.پاکستان کې افغان سفارت د افغان کډوالو د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې ۱۷۰ افغان کډوال نیول شوي، شکنجه شوي چې قانوني اسناد لرونکي هم پهکې شامل دي.پاکستان افغان سرپرست سفیر سردار احمدشکېب سلاموطندار ته وویل: «دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. پاکستاني چارواکو سره مو اندېښنې شریکې کړي او له نږدې اړیکه کې یوو چې د دغه هېواد پولیسو ته لارښوونه وکړي، څو کډوال ونهزوروي، هیله ده چې پاکستان دا کړنې ونهکړي او ګټه هم نهلري.»بلخوا د نړیوالو اړیک یوشمېر شنونکي د تورخم جګړه د پاکستان له لوري پلان شوې بولي او په وینا یې، دغه هېواد له دې وړاندې هم پر افغانستان د فشار راوستلو په وګه دغه کړنې کړې دي.د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي وویل: «تورخم دروازې تړل تصادفي نه دي او پلان شوي دي. د دې مسلې تر شاه ډېرې موخې دي او دا دوام هم لري، کولای شي سیاسي اړیکو ته زیان ورسوي او نه جبرانېدونکې ستونزې به رامنځته شي.»