سیاست او دولت

مجاهد: د بې‌وزلۍ په اړه د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کميټې څرګندونې حقيقت نه لري

د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد افغانستان کې د بې‌وزلي زياتوالي په اړه د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کميټې څرګندونې ردوي او وايي، چې دا څرګندونې حقيقت نه لري، بلکې د افغانانو وضعيت مخ په ښه کېدو دی.

د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد افغانستان کې د بې‌وزلي زياتوالي په اړه د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کميټې څرګندونې ردوي او وايي، چې دا څرګندونې حقيقت نه لري، بلکې د افغانانو وضعيت مخ په ښه کېدو دی.د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې افغانستان کې له ۱۲ ميليونو ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوراکي توکو دا کمښت ډېرې ميندې اړ کړې، چې د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره نشه‌يي توکي وکاروي.د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د دې کميټې شميرې ردوي او ناسمې يې بولي او وايي، چې افغانستان کې پاتې اقتصادي ستونزې هم د بنديزونو او د افغانانو د شتمنيو د غصب له امله دي. په ورته وخت کې يو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د لوږې دغه شمېرې د حقيقي څېړنو پر بنسټ نه ګڼي او وايي، چې نړۍ افغانانو سره په مرسته رسولو کې سياست کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button