سیاست او دولت

مجاهد :  د (اوچا) ادارې ادعا حقيقت نه لري

د ملګرو ملتونو د مرستو د څار ادارې يا اوچا هغه ادعا ناسمه ده چې ګنې د اقتصادي ستونزو له امله به نظام سقوط وکړي. د اسلامي امارت وياند ښاغلی مجاهد په خپل تويتر پاڼه ليکلي چې اسلامي امارت ژورې ولسي ريښې لري، دا کوم په بهرنيو مرستو متکي نظام نه دی،چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط وکړي.البته هر هېواد چې دومره اوږده جګړه او پرله پسې تجاوزونه تجربه کړي، تر يوه وخته به اقتصادي ستونزې ولري، خو اسلامي امارت کلک مصمم دی چې د هېواد ټولې اقتصادي منابع به بېرته ژوندۍ کوي، اقتصاد به رغوي او د تېر يو نيم کال په موده کې يې هم ستر ستر ګامونه اخيستي چې لا دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button