
مجاهد: افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري
د افغانستان داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، په پاکستان کې له افغان مهاجرينو سره چلند، د نه منلو وړ بللی دی.
د افغانستان داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، په پاکستان کې له افغان مهاجرينو سره چلند، د نه منلو وړ بللی دی.ذبيح الله مجاهد پرون په خپله ((اکس)) پاڼه کې ليکلي دي: په پاکستان کې له افغان مهاجرينو سره چلند د منلو نه دی او پاکستاني لوري بايد په دې اړوند پر خپل پلان باندې له سره غور وکړي. د مجاهد په وينا: افغان مهاجرين د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري او تر هغه وخته چې افغان مهاجرين په خپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي؛ ياد هيواد بايد زغم وکړي. دا په داسې حال کې ده ،چې په دغو وروستيو کې، په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د وهلو او ټکولو او له هغه هيواد څخه په زور د هغوی د ايستلو په اړه راپورونه خپرېږي. وړمه ورځ هم په پاکستان کې د افغانستان داسلامي امارت سفارت، د پوليسو له لوري د دې هيواد په بېلابېلو سيمو کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې و، چې د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره؛ بيا هم د پوليسو له لوري د افغان کډوالو نيول او ځورول دوام لري.