مثالي ټولنه!
اسلامي ټولنه د نورو ټولنو په پرتله له امنيت، مساوات، عدالت او خوښيو ډکه ټولنه ده، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ، د يوې ځانګړې او نېکمرغه ټولنې بنسټونه يې ورغول، له مکې مکرمې د مهاجرو شويو او د مدينې منورې د اوسېدونکو انصارو ترمنځ يې د ورورګلوي (مواخاة) ايثار او غمخوارۍ داسې تاريخي تړون وکړ، چې تاريخ کې يې ساری نه موندل کېږي.

اسلامي ټولنه له نورو ټولنو څخه ډېرې ځانګړتياوې لري، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
لومړۍ: اسلامي ټولنه له مثالي امن څخه برخمنه ده. اسلام خپلو پيروانو ته داسې ښوونه کوي، چې کله له يو بل سره ملاقات کوي، بايد د سلام الفاظ ووايي، چې يو بل ته د امن مفهوم ليږدوي او داسې ژمنه کوي، چې ستا ځان، مال او عزت ته به زما له لوري کوم زيان نه رسېږي.
دوهمه: اسلامي ټولنه کې توپيري او تبعيضي چلند ځای نه لري، يعنې اسلامي ټولنه کې د وګړو ترمنځ د رنګ، قوم او ژبې له مخې توپير ځای نه لري او نه هم د مسئوليتونو ويش پر دې شيانو ولاړ دی، بلکې مسئوليتونه د صلاحيتونو او تقوا په معيار وېشل کېږي، چې ښه بېلګه يې حضرت بلال حبشي رضي الله تعالی عنه ته د مکې مکرمې د فتح کېدو په ورځ د آذان وياړ ورکول او په خندق غزا کې د حضرت سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه مشوره منل دي.
درېيمه: اسلامي ټولنه له جرائمو پاکه ده، غيراسلامي ټولنې، چې يو وخت يې په ډېر وياړ سره د خلکو د آزادۍ شعارونه زمزمه کول، اوس د جرمي پېښو له زياتوالي په تنګ راغلي او د مخنيوي لپاره يې ډول-ډول قوانين جوړوي؛ خو د جرايمو په مخنيوي کې پاتې راغلي؛ بل لور ته اسلام خپلو پيروانو ته داسې قوانين وضع کړي، چې منونکي يې په هيڅ صورت کې ترې سرغړونه، نه کوي.