سیاست

متقي : اسلامي امارت د ګډو ګټو په پار رغنده تعامل مهم بولي

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستیال او د افغانستان له پاره ځانګړي استازي طارق علي بخيت، د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره وکتل.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، له غيرقانوني وسله والو افرادو او نشه یي توکو سره مبارزې،   د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، هېواد ته د نړۍ د بېلابيلو هېوادونو د عالمانو د هیئت د وروستي  سفر پر نتايجو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.بلخي زیاته کړې، چې په یاده کتنه کې مولوي امير خان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره اړيکو ته په اشارې وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو سره په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د ګډو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي.ورته مهال د اسلامي همکارۍ سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخيت، د اسلامي نړۍ د علماوو هيئت د ښه کوربه توب له کبله د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي همکاريو سازمان له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل باور لري او په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button