اقتصاد

ماليې وزارت د ۱۲ دولتي شرکتونو د بیا فعالیدو خبر ورکوي

مالیې وزارت وایي، له فعالیته د لوېدلو نږدې ۵۰ دولتي عایداتي شرکتونو یې ۱۲ هغه بېرته فعال او پاتې شرکتونه به د خصوصي سکتور په مرسته بېرته فعال کړي. چارواکي وايي د معدنونو د راسپړلو او د قوش تپې په څېر د لويو پروژو سربېره یې د دولتي عایداتي شرکتونو د بیا فعالولو هڅه هم پیل کړې ده. د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، د دولتي شرکتونو لپاره کافي بودجه نه لري، هغه شرکتونه، چې دوراني بودجه یې درلوده خو له فعالیت نه لوېدلي وه بېرته فعاله کړي دي. حقمل وایي ددغه موخه د ترلاسه کولو لپاره باید د خصوصي سکتور سره تفاهم ته ورسوو او دا کار پیل کړو. یو شمېر صنعتکاران وایي د اوسني عصر د تولید ماشینونه کوچني، لګښت یې کم، د تولید کچه یې خورا زیاته او د بازار له غوښتنې سره سم توکي تولیدولاي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button