سرلیکنې

ماليه کې تخفيف؛ ملت ته د اسانتیاوو رامنځته کولو پر لور ستر ګام

هغه حکومتونه بريالي وي او تر ډېره وخته حاکمیت کولی شي، چې رعيت ترې راضي او خوشحاله وي او د ملت او حکومت ترمنځ واټن نه وي.اسلامي امارت، چې  بنسټ يې د ملت د هوساينې او يووالي په موخه ايښودل شوی دی، په ټول توان يې هڅه کړې چې ملت ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه حکومتونه بريالي وي او تر ډېره وخته حاکمیت کولی شي، چې رعيت ترې راضي او خوشحاله وي او د ملت او حکومت ترمنځ واټن نه وي.اسلامي امارت، چې  بنسټ يې د ملت د هوساينې او يووالي په موخه ايښودل شوی دی، په ټول توان يې هڅه کړې چې ملت ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دغو هڅو په جريان کې وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د ماليې د وزير له لوري اعلان وشو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې هغه هټيوال او کسبګر، چې کلني فروشات يې تر دوو ميليونو افغانيو پورې وي، د ثابتې ماليې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معافيت لري.او له دوو ميليونو د پورته فروشاتو لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵)  صفر اعشاريه پنځه سلنه ثابتې ماليې پر ځای (۰،۳) صفر اعشاريه درې سلنه ماليه اخيستل کېږي.د عالیقدر امیرالمؤمنین دغه فرمان د ملت او په ځانګړي ډول د سوداګرو له تاوده هرکلي سره مخ شوی او دغه ځانګړی حکم يې ملت ته د‌ اسانتياوو رامنځته کولو برخه کې ستر ګام بللی دی.

اسلامي امارت داسې مهال د ثابتې ماليې د معافيت او تخفيف په هکله ګام پورته کوي، چې د اشغال پر مهال له خلکو څخ۱،۵ سلنه ماليه اخيستل کېده، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه کچه (۰،۵) سلنې ته راکښته شوه او دا دی اوس واړه سوداګر يو مخ معاف دي او له نورو يې (۰،۳) سلنه ماليه اخيستل کېږي.

په داسې حال کې چې د نړيوالو له لوري د ټولو نړيوالو اصولو خلاف پر افغانستان مالي محدوديتونه وضع شوي دي او د افغانستان ميلياردونه ډالره شتمني کنګل شوې،خو د حکومت له لوري دغه زړور اقدام په رښتیا هم ملت ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو برخه کې د اسلامي امارت ژمنتيا په ډاګه کوي او څرګندوي، چې اسلامي امارت غواړي له ملت څخه بوج لرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button