سیاست او دولت

ماليزيا: افغانستان په تېرو ۳ کلونو کې زيات پرمختګ کړی

ماليزيا کې د اسلامي امارت لوي سفير د ياد هېواد د دفاع وزارت د پلان او پاليسۍ رياست له مرستيال سره ليدنه کړې. کوالالمپور کې د اسلامي امارت لوي سفير نقيب الله احمدي په خپل دفتر کې د ماليزيا د دفاع وزارت د پلان او پاليسۍ رياست مرستيال محمد ياني سره په ليدنه کې افغانستان ته د دوی د وروستي سفر د موضوعاتو او پايلو په اړه خبرې کړي. د ماليزيا د دفاع وزارت د پلان او پاليسۍ رياست مرستيال ويلي: موږ چې په رسنيو کې د افغانستان په اړه څه اورېدلي وو او هغه څه چې مو په ياد هېواد کې وليدل ډېر يې سره توپير درلود.نوموړي زياته کړې، افغانستان کې په تېرو درېو کلونو کې ډېر کار شوی و.محمد ياني ويلي: ماليزيا کې د افغانستان اړوند نظر ډېر ښه شوی دی، زموږ نظام لېوال دی چې له کابل سره اړيکې نورې هم ښې شي او ورسره کړې ټولې ژمنې به عملي کوي.د ليدنې په پای کې د دوه اړخيزو اړيکو پر لا پياوړتيا ټينګار شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button