ټولنه او کلتور

ليکنه موږ ته هم اړينه ده!

په غربي نړۍ کې زموږ د ټولنې په نسبت ډېرې ليکنې کېږي او دا د ملتونو له ښيګڼو څخه شمېرل کېږي، هغوی خپلې تجربې، فکرونه، اندونه او عقيدې د ليکلو له لارې نورو ته وړاندې کوي او ليکل د فکر د  لېږد لپاره يوه مؤثره وسيله ده. په همدې دليل زموږ ډېر زده کوونکي او زده کړيالان له غربي ليکوالانو سره آشنا دي، د همدې ليکنو له برکته له غربي ټولنې خبريږو، د غرب له کلتور او فرهنګ سره ښه بلد يو، حتي غربيانو د افغانستان د تاريخ، دين، مذهب، کلتور او ټولنې په هکله په علمي معيارونو برابرې او پر حقايقو ولاړې ليکنې کړي دي، زموږ د سياسي شخصيتونو په هکله د دوي له خوا کتابونه ليکل شوي، فلمونه جوړ شوي او مقالې چاپ شوي دي او موږ پرخپل تمدن، تاريخ، ټولنې، سياست او نورو مسائلو باندې يا ليکنې نلرو او يا په اروپايي ژبو ژباړل شوي نه دي .

زموږ د هېواد مطرحو سياسي څېرو خپلې  خاطرې او تجربې راتلونکي نسل ته نه دي ليکلي او د دوي له مړينې سره ټول هغه حقايق او مسايل چې دوی په کې ښکېل دي له منځه ځي، که دوی د جنګ صحنې، د سياسي ژوند خوږې او ترخې، ګټل او بايلل او بالاخره د ژوندانه خپلې ټولې تجربې له ځوان نسل سره په ليکلې بڼه شريکې کړي، ځوان او راتلونکی نسل به د دوی له تجربو درس واخلي او په راتلونکي کې به د ډېرو ناخوالو د تکرار مخه ونيول شي.

د نورې نړۍ په پرتله زموږ سياسي مشران نه په کافي اندازه ليکل کوي او نه هم لوستل، دليل يې کېدای شي د وخت او يا له کتاب سره د مينې نشتون وي او يا هم دواړه او کيدای شي يوبل دليل هم ولري هغه داچې زده کړې ونلرې.

په دې وروستيو کې په غربي نړۍ کې دوه کتابونه د دوو ليکوالانو له خوا چې دواړه د افغانستان په سياسي او جګړه ييزو مسايلو کې ښکېل وو ليکل شوي او بازار ته وړاندې شوي چې يو اثر د شهزاده هرې د ( spare ) په نامه او بل د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د پخواني وزير مايک پامپيو له خوا د ( Never give an inch: fighting for the America I love) په نوم دی، دواړو آثارو د ځينو بهرمېشتو او په کور دننه افغانانو احساسات را وپارول او دپامپيو ليکنې د اشرف غني د لومړي مرستيال غږ  هم اوچت کړ. په دې کې شک نشته چې د دوی په ليکنو کې د ځينو حقايقو تر څنګ د توطيې تيوري هم خپل نقش لري او غواړي چې په داسې ليکنو سره ذهنونه اغوا کړي او له حقايقو څخه پام بلې خواته واړوي.

زما موخه د پورته ليکل شويو آثارو نقد نه ده، بلکې هدف مې د ليکلو ارزښت دی. غربيان په دې ښه پوهيږي چې څه وليکي او کوم وخت يې وليکي ، موږ ته هم اړينه ده تر څو د ليکنې  هنر خپل کړو او ورته د رسالت په سترګه وګورو ، ليکنه وکړو او نورو ته هم بلنه ورکړو تر څو ليکنې وکړي او زموږ ليکنې د نقد پر تله وتلي چې په دې توګه يې علمي ارزښت لوړ شي.

په دې توګه کولای شو ليکل دود کړو او د لوستلو لپاره متن رامنځته کړو ، که موږ رښتيا و نه ليکو ځوان نسل به د نورو د دروغو ښکار شي.

که ګرې شرون د استخباراتي جګړې ، د معلوماتو راټولولو او د ډالرو د وېش خبرې کوي او د جګړې پر يوه اړخ رڼا اچوي تاسو هم د جنګ له بل اړخ څخه خلک خبر کړئ.

که بوش خپلې خاطرې ليکي ، تاسو خپلې تجربې وليکئ.

که خليلزاد خپل ماموريت ليکي، تاسو خپل رسالت وليکئ.

که جان کېري يوه ورځ غنيمت ګڼي ، تاسو ټول عمر ته ارزښت ورکړئ.

که شاهزاده هرې خپلې وژنې ليکي، تاسو خپل قتال وليکئ. که مايک پامپيو د نورو د تېښتې خبرې کوي، تاسو د خپلې فتحې په اړه يو څه وليکئ. که د ناټو جنرالان د خپلې ماتې د اعتراف جرئت لري تاسو د خپل د بري راز نورو ته ووايی او رامنځته شوې معلوماتي تشه په خپلو ليکنو اشباع کړئ.

معروف مسلميار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button