سرلیکنې

لویې ملي ستونزې ملت سره شریکول په کار دي

څرنګه چې د بشري ټولنې هر وګړی یو شمېر ځاني او ملي ستونزې خامخا لري چې تل یې د هوارولو په سوچ کې ډوب او پرلپسې ځینو مشرانو او تجربه کارو اشخاصو سره په سلامشورو هم بوخت وي.همدغسې هر هېواد اوحکومت لږ او ډېرې لویې ملي ستونزې هم لري.

څرنګه چې د بشري ټولنې هر وګړی یو شمېر ځاني او ملي ستونزې خامخا لري چې تل یې د هوارولو په سوچ کې ډوب او پرلپسې ځینو مشرانو او تجربه کارو اشخاصو سره په سلامشورو هم بوخت وي.همدغسې هر هېواد اوحکومت لږ او ډېرې لویې ملي ستونزې هم لري. دغه ډول مشکلاتو سره مقابله څه اسانه کار نه دی. په داسې مواردوکې ټول ملت یعنی حکومت او رعیت پراخې خپل منځي مشورې او پرېکړې ته ضرورت لري. د مثال په ډول د تېر شل کلن اشغال په موده کې افغانانو د علماؤ او طالبانو تر مشرۍ لاندې یرغلګرو سره خورا سخته او بې سارې جګړه او مبارزه وکړه او د لکونو سرونو قرباني یې ورکړه ، بالآخره یرغلګر وشړل شول، هېواد خپلواک او د هماغو مجاهدو علماؤ په قیادت یو اسلامي نظام قایم شو.

خو دا چې طبعاً دښمن ته ددغسې یو حالت زغمل ګران وي نو ښکاره ده چې موږ هم د هماغو دښمنانو او رقیبانو له لوري یو لړ نویو ستونزو سره مخامخ شولو لکه اقتصادي بندیزونه، استخباراتي دسیسې، لمسونې، د هېواد پر فضايي قلمرو تېری او پرځينو سیمو بمبارۍ . مطالب دا چې دغه ډول لویې ملي ستونزې باید له خپلو ولسونو پټې ونه ساتل شي بلکې له مرکزه نیولې ترهر ولایت او ولسوالۍ پورې د سترو عمومي غونډو او جرګو په منځ کې  په ډاګه خلکو ته اعلان کړی شي. د بېلګې په توګه پرټولو خلکو غږ وکړی چې اې کړېدلیه، مجاهد او مېړنی ملته امریکا، پاکستان، تاجیکستان، پلانی او بستانی هېواد زموږ پر هېواد هوايي او ځمکنی تېری کوي، موږ ته پلمې غواړي، دسیسې راته جوړوي، په نړۍ کې مو بدنامي کوي اوداسې نور. دا ډول ناره د څو دلایلو پر اساس ګټوره ده.

لومړی دا چې ټول عام ولس د خپل هېواد لویو موضوعاتو کې د مشورې او ګډون احساس کوي او هر یوه ته یې په اړه د خپل نظر او تصمیم څرګندولو موقع په لاس ورځي.

دویم داچې پر حاکمانو د خلکو باور زیاتيږي، خواخوږي او ملګرتیا یې ورسره ډېریږي او ورته ثابتیږي چې دوی یې هغه رښتیني خادمان دي چې نه کبر او لویي کوي او نه په دغه شان سترو قضایاؤ کې پټ تصامیم نیسي.

دریم دا چې هغه بد ګوماني هم له منځه ځي چې ښایې ځینې ووايي حاکمان د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره پرديو سره پت جوړ جاړی لري اوله همدې کبله يې پر تېریو او بمباريو چوپه خوله پاتيږي او هيڅ غږنه کوي.

څلورمه ګټه يې داده چې په  دې ډول مشورو سره د دښمن هغه هڅه او پلان هم شنډیږي چې غواړي د حکومت او رعیت ترمنځ بېلتون راولي. دهمدغو وجوهات پر بنا لازمه ده چې ګردو مهمو قضایاو خصوصاً د بهرنیو یرغلونو په موضوع کې باید په جاره خلکو سره خبره شریکه او مشوره ترې وغوښتل شي څو په دې ډول هم دښمن ووېرول شي او خپل یووالی ور وښودل شي اوهم حکومت د سبا ورځې له ملامتۍ او بدنامۍ خلاص وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button