اقتصاد

لوګر کې ۱۲۰ رغنيزې پروژې عملې کېږي

د لوګر د کليو دپراختيا او بيارغونې رياست چارواکي وايي: د ملګروملتونو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختيا موسسې (UNOPS) په تخنيکي همکاري د شاوخوا ۱۰۰ميليونو افغانيو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنيزې پروژې عملې کېږي.

د لوګر د کليو دپراختيا او بيارغونې رياست چارواکي وايي: د ملګروملتونو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختيا موسسې (UNOPS) په تخنيکي همکاري د شاوخوا ۱۰۰ميليونو افغانيو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنيزې پروژې عملې کېږي.د ياد ولايت د کليو دپراختيا او بيارغونې رياست مطبوعاتي مسئول صبغت‌الله نايب‌خېل وايي: دغه پروژې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د ملګروملتونو له لوري پلې کېږي او ګټې‌اخيستنې ته به وسپارل شي.نايب‌خېل زياته کړه ،چې په يادو پروژو کې د څښاک دپاکو اوبو رسولو شبکې، کانالونه، کاريزونه، سړکونه، چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه په پاخه او اساسي توګه جوړول او رغول شامل دي.نوموړي زياته کړه چې له يادو ۱۲۰ پروژو څخه يې پر ۲۰ رغنيزو پروژو عملي کار پيل شوی، چې شاوخوا ۱۱۰۰ وزګارو مسلکي او غير مسلکي کسانو ته په‌کې د کار کولو زمينه برابره شوې ده.نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د ۱۰۰ نورو پروژو سروې پيل شوي او ژر به يې د پلي‌کېدو چارې پيل شي.د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښ دي ،چې د ملګروملتونو د نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختيا موسسې ( (UNOPSپه تخنيکي همکاري د شاوخوا سل ميليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنيزې پروژې عملي کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button