روغتیا

لوګر کې يو روغتيايي مرکز جوړ شو

د لوګر د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت مرکز اړوند چوڼي سيمه کې د يونسيار په مالي لګښت يو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوګر د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت مرکز اړوند چوڼي سيمه کې د يونسيار په مالي لګښت يو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس حافظ سعيدالرحمن قادري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، ياد اساسي روغتيايي مرکز (BHC)، چې په پاخه ډول يو پوړ کې پر ۵ جريبه ځمکه د ۲۰۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ٦ مياشتو موده کې جوړ شوی، چې د نورو اړينو برخو ترڅنګ ٨ خونې، ګارد روم او د اوبو معياري سيسټم لري، چې هره ورځ به شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.د يادونې وړ ده، چې  وړمه ورځ د محمد آغې ولسوالۍ اړوند سرخاب سيمه کې يو جامع روغتيايي کلينيک هم د څه باندې ٢٠٠ زره ډالرو په لګښت ګټې اخيستلو ته سپارل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button