اقتصاد

لوګر کې د کبانو د توليد او روزنې فارم جوړېږي

د لومړۍ ځل لپاره د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د نږدې ٣ميليونه افغانيو په ارزښت د کبانو د توليد او روزنې دولتي فارم د جوړولو کاري چارې پيل شوې.

د لومړۍ ځل لپاره د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د نږدې ٣ميليونه افغانيو په ارزښت د کبانو د توليد او روزنې دولتي فارم د جوړولو کاري چارې پيل شوې.د ياد ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي سيد امين هاشمي وويل؛ د کبانو د توليد او روزنې دغه دولتي فارم د دوه جرېبه ځمکې پر سر د دوه نيمو مياشتو په موده کې د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له پراختيايي بودجې څخه جوړيږي.ورته مهال د کرنې رياست د مالدارۍ د آمر په  وينا دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په يوه وخت کې به د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفيت ولري او د يوه کال په موده کې به څلور ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.د يادونې وړ ده، چې اوسمهال لوګر کې د کبانو د روزنې او توليد په موخه شاوخوا  لس شخصي فارمونه هم فعاليت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button