
سیاست
لوګر ولایت کې څهباندې ۶۷ زره تذکرې وېشل شوي
د لوګر ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۳۲ زره الکترونیکي تذکرې او څهباندې ۳۵ زره غوښتونکو ته کاغذي تذکرې وېشلي دي.
د لوګر ولایت د احصایې او معلوماتو رییس نجیبالله نظامي وایي، چې په ورځني ډول له ۲۰۰ زیات غوښتونکي د دې ولایت د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې ته د تذکرو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
ښاغلی نظامي زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او څهباندې ۹ زره هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو او مړینو) د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د لوګر ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر اساس په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه فعاله ده چې نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په یاده وېش څانګه کې د نویو تذکرو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو کې (مثنی تذکرې) هم وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.