سرلیکنې

لويي، تنګ نظري او نه زغمل  د نظام خطرناک داخلي دښمنان دي!

48 / 100

که د نړۍ او زموږ د شاوخوا سیمې موجوده وضعیت ته په غور وکتل شي نو داسې معلومیږي چې ترڅه مودې پورې به زموږ پر هېواد کوم بهرنی هېواد یرغل کولو ته زړه ښه نه کړي او تر ډېره حده به همدې نظام سره تعامل کولو ته بالآخره چمتو شي. خو په همدې ترڅ کې بیا دا زموږ دنده ده چې همېشه پر هغو ستونزو او نیمګړتیاوو پرلپسې څار ولرو چې بالکل له داخله د نظام د ناکامۍ، بدنامۍ او سقوط لامل ګرځي. دا ځکه چې که خدای دې نکړي داخلي ستونزې، اختلاف او خپګان زیات شي بیانو بهرني دښمنان خو هسې هم دغه شان موقع ته منتظر وي چې پایله به یې هم خطرناکه وي- راغلو دې ته چې ښه نو په کور د ننه هغه کوم عوامل دي چې تر ټولو زیات د اختلاف او خپګان لامل ګرځي؟ د سترو دیني امامانو، علماؤ او ټولنپوهانو په اتفاق ظلم، تکبر، ملګرو سره مشوره نه کول، تنګ نظري او نه زغمل پرته له شکه د نظام هغه خطرناک داخلي دښمنان دي چې د ډېرو ماهرو او هوښیارو خلکو حکومتونه یې هم په خورا بدرنګۍ رانسکور کړي دي. وجه داده چې پورتني خصلتونه په ډېرې چټکۍ سره د عام ولس او په حکومت کې د شاملو ملګرو د خپګان، ازار او ناخوښۍ سبب ګرځي چې طبعاً بیايې د بقا او ټینګښت هیڅ چانس نه پاتیږي- په دې لړ کې د افغانستان اوسنی امارت لا یو بل ډېر خطرناک اړخ هم لري او هغه دا چې دلته واک یو مخ د دیني  علماؤ په لاس کې دی او حقیقت دادی چې د دې زمانې حکومت تر ډېره د بدنامۍ او تهمت ځای دی. دغه راز ترڅنګ یې بیا په اوس زمانه کې د نفوس ګڼوالی، د فساد عمومیت او حکومتي انتظامیه کې د تشکیلاتو او اجرائیوي څانګو زیاتوالی او پراخي نور هغه عوامل دي چې خدای خبر که د ملا لمن پکې بې داغه پاتې شي. خو په ټولنه کې د ملا بدرنګي او بدنامي بیا د ډاکټر، انجنیر، ملک او بل منصبدار په شان بې اغیزې نه ده. ځکه ملایان خو په افغاني ټولنه کې دیني قیادت ګڼل کیږي او په یقیني توګه تر بل هر چا زیات اغېزمن ټولګی دی چې بدنامي یې پرته له شکه د ټولنې د بې لارۍ باعث ګرځي. د بې لارۍ وجه یې داده چې کله د ملا خوله بې تأثیره شي نو بې دینانو، ملحدانو او سیکولرانو ته مخه خلاصیږي او بیا په نو افغان دینداره ملت هم د نورو تش په نامه اسلامي هېوادو  خلکو په څېر هسې د دروغو مسلمانان وي. په دې اساس ښکاري چې زموږ د نظام او د هېواد راتلونکي نسل خیر به دې کې وي چې د حکومت اصلي او مهم اختیارات دیني  علماؤ سره خو لاندې بېلابېلې اجرائیوي او مسلکي څانګې د نورو اشخاصو په لاس کې وي یا دا چې امنیتي، پوځي، تعلیمي، فکري او تبلیغاتي څانګي دیني علماؤ سره او پاتې ادارې نورو سره. ښايي په دې توګه زموږ دیني قیادت خپل  عفت او حیثیت خوندي وساتلي شي. په هر صورت لازمه ده چې له یادو خطراتو بې پروا پاتې نه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button