اقتصاد

له کندهار څخه ۱۱۸ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې سږ کال له دې ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوې صادرې شوې، چې ورڅخه يې ۵۵ ميليونه او ۵۴۷ زره ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې سږ کال له دې ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوې صادرې شوې، چې ورڅخه يې ۵۵ ميليونه او ۵۴۷ زره ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.صادرې شوې مېوې کې هندواڼې، انګور، انار، انځر او نور شامل دي.د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسئولينو په وينا، سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مديريت شوې او طبيعي افتونه کم وو، نو په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي.د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بينا ويلي: که څه هم سږ کال وچکالي وه، خو د اوبو مديريت سم و، باغونه يې پر ټاکلي وخت خړوبېدل او هېڅ ډول ناروغي نه وه او ميوه په منظم ډول صادره شوه.په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکو ويلي، د صادراتو په برخه کې آسانتياوې برابرې شوي، خو د هيواد د صادراتو د زياتوالي لپاره بايد زياتې هڅې وشي.بڼوالانو د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کړې، چې په هيواد کې معياري سړې خونې جوړې کړي څو تازه مېوې وساتل شي.کندهار ولايت د تازه مېوو په ځانګړي ډول د انارو له اړخه پېژندل شوي ولايت دی، چې هر کال له دې ولايت څخه په زياته کچه مېوې د هيواد پر نورو ولايتونو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button