
اقتصاد
له کندهار څخه د ۷ ميليونو ډالرو په ارزښت انار پاکستان ته صادر شوي
له کندهاره پاکستان ته، يوازې په تېره اوونۍ کې د اوو ميليونو ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انار صادر شوي دي.
د کندهار بڼوال او سوداګر له افغان حکومت څخه غواړي، چې د پاکستان له لوري د لوړې ماليې د اخيستلو ستونزې د هواری لپار پر هلو ځلو سربېره، د نورو هيوادونو بازارونو ته هم د انارو د حاصلاتو د صادرېدو زمينه برابره کړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس وايي، چې سږ کال دوی هڅه کوي، څو د کندهار انار له ترانزيټي لارو نورو هيوادونو ته هم صادر کړي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند هم وايي، چې سږ کال په دې ولايت کې د تېر کال په پرتله، د انارو حاصلاتو کې لس سلنه زياتوالي راغلی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې په کندهار کې پر ۱۵ زره هکتاره ځمکه د انارو باغونه شتون لري، چې د اټکل له مخې سږ کال به ترې نږدې ۳۰۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.