اقتصاد

له کندهاره څه باندې۳۳ زره ټنه انار بهرنيو هيوادونو ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له دې ولايته بهرنيو هيوادونو ته د انارو صادرات پيل شوي دي او تر دې مهاله يې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.

 د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له دې ولايته بهرنيو هيوادونو ته د انارو صادرات پيل شوي دي او تر دې مهاله يې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال عبدالباقي بنا وايي، د کندهار انار د خوند او ښه کيفيت درلودلو له امله په نورو هيوادونو کې ډېر مينه وال لري، او دغو هيوادونو ته يې د صادراتو غوښتنه زياته شوې ده. بل خوا د کندهار ولايت د انارو بڼوال د انارو د سږني کال د حاصلاتو څخه ډېر راضي نه ښکاري. دوی وايي: سږکال د نورو کلونه پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي. بل خوا سوداګر وايي، د انارو د صادراتو لپاره يې په سيمه کې لوی مارکېټ پاکستان دی، خو پاکستان ډېری وختونه په کندهار کې د تازه مېوو د حاصلاتو پر مهال د سپين بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي. سوداګر غوښتنه کوي ،چې د کندهار د انارو او نورو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان پرته بديلې لارې ولټول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button