اقتصادمقالې او تبصرې

له کروندګرو د ملاتړ په برخه کې هر اقدام د قدر وړ دی

دا واقعیت خو اوس ټولوته روښانه شوی چې زمونږ د ګران هیواد سرلوړي افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه لا نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه دا هیواد پرځان بسیاکړي، بنا ددې لپاره چې دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنی، مالداری او بڼوالی په چارو بوخت دی، نوپه کارده چې ددغه بهیر ودی اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشی، ځکه چې په هیواد کې دکرنې او بڼوالۍ  بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او د اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوی سرې مرستې وشي ترهغه چې له امله یې  دوی له خپلې کرکېلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي ترڅو د دوی د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې او ډول ډول با کېفیته تازه میوې پریمانه شي او په مناسبو وختونو کې د ګران هیواد له ښارونو بهر د بهرنیو هیوادونو مارکېټونو ته هم وړاندې شي، ترهغه چې له امله یې د بڼوالو او بزګرانو د اقتصادي بډاینې ترڅنګ د هیواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي، بناً د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوی تخمونه، کېمیاوي سرې اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لورې وویشل شي، ځکه چې له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته او د دوی ملاتړ ددې سبب کېږي چې  په ټولیزه توګه د هیواد کرنیز سکتور وده او پراختیا وکړي.

البته دې ټکي ته موهم باید پام وي چې ګران افغانستان دخپل ښه جغرافیایي موقعیت اودپاک خدای (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشري ځواک د درلودو له پلوه له شک پرته چې بډایه هیواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون  له کبله دهیواد بزگران، بڼوال او مالدارله یولړستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره دقدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامی امارت او ښاغلو پانگوالو پاملرنه حتمي او ضروري ده، دیادونې وړده چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله یېزو خپرندویه سرچېنو په حواله د کرنــې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مســئولينو ويلي چې د کرنې او مالدارۍ لــه خونې سره د همکارۍ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پراساس به په ګډه د کرنې او کرنيــزو محصولاتو دپرمختګ او بــازار موندنې لپاره کار وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زیاته کړې، د کرنې په برخه کې لومړيتــوب بايد دا وي چــې د هيواد بزګرانــو ته اصلاح شــوي تخمونه ورکــړل شي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.« ياد وزارت پر داسې طرحې کار کوي چې لــه بزګرانو څخه د دوی محصولات په مناســبه بيه وپېري او بېرته یې د اړتيا په صورت کې پر خپلو خلکو او بزګرانو په ارزانه بيه وپلوري.» د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال په همدې مناســبت څه موده وړاندې جوړې شــوې غونــډې ته ويــلي، چې د کرنې او مالدارۍ خونه اوس په ۱۶ ولايتونو کې مرکزونه لري، خو د کرنې وزارت پلان لري، چې د دوی مرکزونه په ۳۴ ولايتونــو کــې خــلاص کــړي.« د دغــه هوکــړه ليــک د لاســليکولو يوازینــی هــدف د کرنــې د پرمختــګ پــه برخــه کــې د کرنــې وزارت او دکرنــې او مالــدارۍ خونــې تــر منــځ همــکاري ده. مــوږ بــه د دوی ســتونزو تــه رســېدنه کــوو او دوی بــه هڅــه کــوي چــې د کرنــې وزارت پــه همــکارۍ د هيــواد بزګرانــو او محصولاتــو ته یې رسیدنه وکــړي.» همدارنګــه د کرنــې او مالــدارۍ خونــې عمليــاتي رئيــس د يــاد هوکــړه ليــک پــه اړه ويــلي، چــې دغــه هوکــړه ليــک تــر ډېــره پــه هيــواد کــې د بزګرانــو ســتونزو تــه رســېدنه او د دوی محصولاتــو تــه پــه کــور دننــه او بهــر بــازار موندنــه ده.« زمــوږ هــدف دا دی، چــې دهیواد کرنیزمحصــولات پروســس او د هغــو بســته بنــدي کولــو تــه زمينــه برابــره کــړو، ترڅــو ښــه بــازار ورتــه پيــدا شي او همدارنګــه هڅــه کــوو چــې د هېــواد بزګرانــو تــه پــه مختلفــو برخــو کې روزنــه ورکــړو او مختلــف ســمينارونه برابــر کــړو.»

له شک پرته چې په هیواد کې د کرنیزسکتور د ودې، دکروندګرو ملاتړ او دوی ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه هر اقدام د قدر وړ دی، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول چارواکي هم دهیواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اوپه دی موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هیوادونو« په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونو» او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب او د یوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهیواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هیواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوي چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهیواد د اقتصاد د پرمختګ له پاره هر اړخیزه زمینه
برابره شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button