سرلیکنې

له پاکستان سره زموږ د اړیکو اهمیت او پېچلتیا !

لکه چې خبریاست په دې ورځو کې د کندهار د والي په مشرۍ یو افغان پلاوی د پاکستان په دوره وتلی او د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس هلته یې د یاد هېواد خارجه وزیر سره هم لیده کاته شوي دي.

لکه چې خبریاست په دې ورځو کې د کندهار د والي په مشرۍ یو افغان پلاوی د پاکستان په دوره وتلی او د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس هلته یې د یاد هېواد خارجه وزیر سره هم لیده کاته شوي دي. ښکاره ده چې افغان پلاوی به هلته د خپل منځي اړیکو پرګڼو موضوعاتو بحثونه وکړي او ډېر موارد به سره وشاربي. ځکه افغانستان او پاکستان دوه داسې ګاونډیان دي چې خپلو کې ډېر اوږد سرحد اوزښته ډېر تاریخي، دیني، کلتوري او جغرافیوي مشترکات سره لري. مطلب دواړوته ښې اړیکې ساتل پرېمانه ګټې لري خو تاوتریخوالی انتهايي زیانمن تمامېدی شي. مثلاً که زموږ لپاره سمندر ته تر ټولو نږدې لار له پاکستان تېريږي، همدغه شان د پاکستان خلکو ته له منځنۍ اسیا انرژي تر لاسه کول بیا د افغانستان له لارې ممکن دي. دغه راز په زراعتي پیداوارو کې هم دواړه هېوادونه یو بل ته ځینې اړتیاوې لري چې په ارزانه بیه یې سره تبادله کولی شي. خو بل لورته بیا د اړیکو په رغولو کې څولویې او مهمې سیاسي ستونزې هم شته، داسې ستونزې چې که له اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ نه جلا نه کړی شي نو د دواړو هېوادونو زیاتره معاملات په ټپه هم درېدلی شي. په دغو مشکلاتو کې تر ټولو مهم یې د انګریزانو له وتلو وروسته د افغانستان په یوه لویه برخه ځمکه د پاکستان په نامه د بریتانیې د یو وارث حکومت قیام دی.

زموږ د هېواد دغه برخه انګریزانو په وچ زور لاندې کړې وه چې بیایې هم فقط د خپل زور و ځواک پرمټ خپل وارث پاکستان ته وسپارله. څرنګه چې د ایکي یو قوم او ملت دغه بېلتون هیڅ افغان ته د منلو نه و/دی، ځکه خو تر اوسه هیڅ حکومت هم دا صلاحیت نه دی لرلي چې په یاده موضوع کې له یو داسې حکومت سره معامله وکړي چې د خپلې مغصوبه ځمکې او سرحد په ټاکنه کې یې له تېرو شپږ او یا کلو راهیسې هیڅ کوم تړون او معاهده نه ده ورسره لاسلیک کړې. له بده مرغه یوازې دا نه ده بلکې د پاکستان حکومت د پرنګي د څلورم یرغل پر مهال بیا هم د افغانانو پر خلاف د صلیبي نړۍ عملی ملګرتیا وکړه، هوايي اډې او ځمکنۍ لارې یې ورکړلې او ډېرې نورې اسانتیاوې یې هم ورته چمتو کړې. تردې چې پر افغانستان د شل کلن اشغال تر خاتمې وروسته هم د پاکستان هوايي قلمرو د هماغو صلیبیانو په خدمت کې ورکړی شوی او له همدې لارې د دښمن الوتکې زموږ هېواد ته داخلېږي. په دې اساس ویلی شوچې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو هوارول څه اسانه او ساده خبره نه ده، البته کېدی شي دواړه هېوادونه یو داسې جوړجاړي ته ځان ورسوي چې فقط سوداګري او ترانزیت له سیاسي مسایلو راجلا او یوازې د خپلو اقتصادي ګټو پر محوریې وڅرخوي. په دې توګه ښايي د دواړو هېوادو د ولسونو یو لړ ستونزې حل او پریشانۍ یې کمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button