سرلیکنې

له پاکستان سره زموږ داړیکو مواقع او موانع !

دا حقیقت هرچاته ښکاره دی چې دوه ګاونډیان خپلوکې یوله بله په خورا ژوره توګه اغېزمن کېدلی شي، بیا ګاونډیان هم په دې ډول چې خپلوکې (۲۶۴۰) کیلومتره اوږدسرحدهم لري او ولسونه یې هم زښته ډېر لرغوني تاریخي ، دیني اوکلتوري مشترکات هم لري معلومه ده چې همدغه دیني اوکلتوري مشترکات دافغانستان اوپاکستان دخپل منځي اړیکو جوړولو لپاره ترټولو غوره مواقع هم ګڼل کېدی شي.

دا حقیقت هرچاته ښکاره دی چې دوه ګاونډیان خپلوکې یوله بله په خورا ژوره توګه اغېزمن کېدلی شي، بیا ګاونډیان هم په دې ډول چې خپلوکې (۲۶۴۰) کیلومتره اوږدسرحدهم لري او ولسونه یې هم زښته ډېر لرغوني تاریخي ، دیني اوکلتوري مشترکات هم لري معلومه ده چې همدغه دیني اوکلتوري مشترکات دافغانستان اوپاکستان دخپل منځي اړیکو جوړولو لپاره ترټولو غوره مواقع هم ګڼل کېدی شي.دالاڅه چې سمندري بندرته زموږشدیده اړتیا اوبیا نسبت له نورو موږته دپاکستان بندرونو ډېرنږدیوالی اودغه راز دمنځنۍ آسیا دانرژي زېرموته د پاکستان احتیاج اوله ټولو نږدې لارې شتون یې پرافغانستان بل هغه اقتصادي چانس دی چې ددواړو هېوادو دآبادۍ، پرمختګ اوسوکالۍ لپاره تربل هرڅه خورا مهم عنصر دی.البته په دې شرط چې په هېڅ صورت له سیاسي اړیکو سره ونه تړل شي.مطلب دا چې دغه دوه اړخیزې اقتصادي ګټې باید هېڅکله ددواړو هېوادو له نورو شخړو اغېزمنې نه شي اوټوله سوداګري اوراکړه ورکړه همېشه په منظم ډول روانه وي. خوله بده مرغه بل لورته ددواړو هېوادو ترمنځ داړیکو سمولو اوپاللو پروړاندې ترټولو غټه ستونزه دپاکستان له جوړښته رانیولې بیا ترننه دیاد هېواد دواکمنو لویدیځپالنه اوخپل حکومت دپخوانۍ بريتانیې دوارث ګڼلو ده. لکه چې دوی دخپل همدغه تعهد پربنا زموږ پرهېواد دصلیبي یرغل له پیله بیا ترننه خپله ځمکه اوفضا د اسلام د هماغو دښمنانو په واک کې ورکړې، سهولتونه يې ورته برابرکړي اوبیايې دهماغو پرديو ځواکونو په مرسته د ډیورنډ پرټوله فرضي کرښه خندقونه، جالونه اوسلګونه تاڼې

 جوړې او په دې توګه يې دیوې پلرینې وګړي یوله بله داسې جلا کړي چې ان له پاسپورټ او ویزې سره سره يې تګ راتګ تقریباً ناشونې دی.

په هرصورت داوخت دواړه هېوادونه دهمدغو پالیسيو له امله ګڼو ستونزو اوسترو اقتصادي زیانونو سره مخ دي. ځکه خو لازمه ده چې باید په ډېرحکيمانه ډول دیادو ستونزو او تاوانونو دکمولو لپاره مناسب ګامونه واخیستل شي.بناًء که  پردغو موضوعاتو ژور فکروشي ښايي دې پایلې ته ورسېږو چې موږ بیا هم داړیکو رغولو لپاره یوداسې چانس لرو چې که استفاده ترې وشي غالباً مثبتې اغېزې به ولري. دمثال په ډول اوس مهال د افغانستان واکمني دعلماؤپه لاس کې ده چې داطبقه یقیناً هم دګرد افغان ملت پرافکارو بشپړتسلط لري اوهم لکه دنورې اسلامي نړۍ دپاکستان پردیندارو عوامو اوټولودیني علماؤ هم ژور اغېزلري . په دې اساس نوکه موږ له ډیورنډ کرښې ورهاخوا دیني علماو اودولسونو ټولو مخورو اشخاصو سره څه ناڅه اړیکې اوتماسونه وساتو، امکان لري داړیکو سمولو کې څه ناڅه اغېزولرلی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button