سرلیکنې

له  پاکستاني چارواکو د افغان ولس جدي غوښتنه !

له بده مرغه پاکستاني چارواکي پرله پسې پر افغانستان نیوکې لري او د خپلو امنیتي ستونزو ټوله ملامتیا پر افغانانو وراچوي. په داسې حال کې چې که پر موجوده ستونزو یې د رښتینو واقعیتونو په رڼا کې غور وشي او څه ناڅه شالیدیې وکتل شي، هر د عقل او بصیرت څښتن او منصف شخص ته د لمر په شان څرګندېږي چې د پاکستان د نظام ستونزې يوازې د واکمنو خپلو ځاني کړو وړو پورې اړه لري، هر څه یې له خپله لاسه دي او په نورو یې پړه وراچول د هغوی لایوه بله جفا ده. د مثال په ډول که د ډیورنډ کرښې له امله د دواړو غاړو ولسونو خپګان، ناخوښي او د یو څه عکس العمل خبره یادېږي،نو طبیعي ده چې یاد ولسونه به خامخا له امیر عبدالرحمان خان او انګرېزانو ګیله من وي او هغوی ته به ښېرا بلا کوي، بیا چې کله پاکستان جوړ او ځان یې د انګرېزانو وارث وګاڼه او د هماغو په مرسته یې پر محکومو سیمو او ولسونو خپله ولکه ټینګه کړه،نو بې له شکه چې نوموړو خلکو کې به خامخا د همدوی پر خلاف کرکه او تاوتریخوالی منځ ته راځي. له هغه وروسته چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د پاکستان واکمنو د ډیورنډ کرښه هېڅ بندیز نه ګڼله او په خلاصه غېږ یې افغانانو ته پناه ورکړه، یادو سیمو کې خیر و خیرت  او کراره کراري وه، خو کله چې بل وار پر افغانستان د امریکا او ناټو د یرغل تابیا نیول کېدله، د افغانانو پر خلاف یو نړیوال حشر جوړېده او پاکستاني واکمنو بیا هم د هماغو انګرېزانو خوا ونیوله، په هماغه ورځ قبایلي سیمې خو پرېږده چې آن اسلام آباد کې لاشخړې او لانجې پیل او هلته د عوامو او خواصو په لویو پرګنو کې خپګان، غوسه او تاوتریخوالی منځ ته راغی- مطلب دا چې پاکستان کې  د اوسنیو ناامنیو اصلي جرړې همدغسې لویو ملي مسايلو کې ژورې تللې او د افغانستان اسلامي امارت هېڅکله نه شي کولی چې یاد ډېورند کرښې موضوع حل کړي او یا هلته د خلکو د عکس العمل مخه ونیسي. البته څه چې کولی شي هغه دادي چې افغانستان کې به د یادو جنګیالیو مرکز او تدریب نه وي او له دې خوا به د کرښې پورې غاړې ته پرچا برید نه کېږي، خو که هسې پلمې جوړول او د خپلو ولسونو پام غلطول مطلوب وي او بیا د همدې موخې لپاره زموږ د هېواد پر کومه سیمه برید او یرغل کېږي نو ښکاره ده چې افغانان هم د دغسې بهرنیو مداخلو او یرغلونو پر وړاندې څه زغم او صبر نه لري. معنی دا چې که پاکستاني واکمن د پورتنیو مسایلو پر حقیقي اسبابو غور نه کوي او یوازې د کرښې دواړو خواو مېشتو ولسونو په ځورولو او ځپلو تمرکز کوي او خپلو تګلارو کې سمون او بدلون نه راولي نو بې له شکه چې تاوتریخوالی به حتماً نور هم زیاتېږي او خورا درانه زیانونه به وګالي- دغه راز دا هم د اسلامي ورورګلوۍ او ګاونډیتوب له اخلاقو ښکاره مخالفت دی چې د ترهګرۍ په جعلي نارو سورو د افغانانو پر خلاف د نړیوالو کرکه او مخالفت راپارول کېږي او یو مسلمان ملت ته قصداً د اسلام د دښمنانو له خوا ستونزې رامنځ ته کېږي- او دا هم بیا یوازې د دې هدف لپاره چې که یو څه ناچیزه اقتصادي ګټې لاس ته ورشي- یقیناً دا ډول کړنې د سترې جفا او ښکاره دښمنۍ نښې دي- دا هم بیا په داسې حال کې خپله یې هم د افغانانو د خپلواکۍ سلګونو دښمنانو ته د ښکاره مظاهرو او سیاسي فعالیت پوره اجازه ورکړې او هېڅ ډول ممانعت یې نه کېږي- بناءً د پاکستان له واکمنو د ګرد افغان ولس جدي غوښتنه داده چې بې ځایه چالاکي دې نه کوي، له بدنامۍ او فشارونو دې تېر او د ښو اړیکو، دوستانه راشه درشې او ګټور خپلمنځي تعامل هڅه دې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button