
اقتصاد
له هېواده ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر شول
کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت له لوري د هېواد له کروندو د راټولو شويو ۱۵۰ ټنه وچو رومیانو لومړۍ محموله اروپا ته استول شوې ده. په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسولینو خوښي ښودلې او دا یې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی دی. سپین زر دولتي شرکت کې اوسمهال سلګونه کسان د پنبې، د پنبې د غوړیو، کونجاړې، کاغذي دستمالونو او نورو توکو د تولید په برخه کې په کار بوخت دي. د دغه شرکت مسولینو زیاته کړې، چې د وچو رومیانو سربېره یې لاسي صنایع هم د دغه شرکت له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې د افغانستان تولید غیرې الکولي مشروبات او ځینې نور تولیدات هم بهرنیو هېوادونو، ان واشنګټن ته صادر شوي دي.