سرلیکنې

له نړۍ سره د اړيکو برخه کې پرمختګونه او هيلې..!

واک ته له رسېدو وروسته که څه هم اسلامي امارت په ډېرو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، د بېلګې په ډول بشپړ امنيت، د مرکزي او ځواکمن حکومت جوړول، اقتصادي وده، د ځينو بنسټيزو او زيربنايي پروژو جوړولو لپاره هڅې او… خو ځينې هغه کسان چې يوازې په خوله هيواد او ملت سره د مينې شعارونه زمزمه کوي، په ډېره خوښۍ سره دغه خبره کوي، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان منزوي دی او په ډېره سپين سترګۍ له نړيوالو د سياسي او اقتصادي فشارونو د زياتولو غوښتنې کوي.که څه هم اسلامي امارت تر اوسه کوم هيواد په رسميت نه دي پېژندلی او ددغې پروسې لپاره نړۍ او اسلامي امارت بايد رغنده او مثبتې خبرې وکړي، نړۍ دی نور خپلې غوښتنې د فشار پر ځای د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې مطرح کړي او اسلامي امارت هم بايد د هيواد عليا ګټو او ملي مصالحو ته په پام نړۍ سره د تعامل لپاره لا ډېرې هڅې وکړي؛ خو اوس په دې برخه کې نوي پرمختګونه شوي او هيله ده، چې دغې برخه کې هم بريا ترلاسه شي.

په نږدې راتلونکي کې د روسيې په کوربتوب د افغانستان په هکله کېدونکې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي ته د ګډون رسمي بلنه او دغه راز د بريتانيا دپارلمان د دفاعي کمېټې مشر له حکومت څخه غوښتي چې کابل کې سفارت پرانيزي او له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

دا ټول نوي پرمختګونه ښيي، چې افغانستان نه يوازې منزوي نه دی، بلکې د نړۍ او سيمې هيوادونه علاقه لري، چې افغانستان سره د سياسي اړيکو ترانزيټ، پانګونې او سوداګرۍ برخه کې تړونونه وکړي. هو، دا هم بايد هيره نشي، چې د اسلامي امارت چارواکي بايد د نړۍ او سيمې هيوادونو سره د لا ډېرو ښو او د ديني او ملي ګټو پر بنسټ ولاړو رسمي اړيکو جوړولو لپاره هڅې زياتې کړي او د نړيوالې ټولنې ځينو هغو غوښتنو ته شين څراغ وښيي، چې له اسلامي اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې نه وي او ملي ګټې يې هم ايجابوي.که په دغې برخه کې ملګري ملتونه، د سيمې او نړۍ مهم هيوادونه او اسلامي امارت خپلو- خپلو مسئوليتونو ته پاملرنه زياته کړي، ډېر ژر به ان شاء الله تعالی له نړۍ سره د رسمي اړيکو په برخه کې پرمختګونه رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button