سرلیکنې

له نړیوالو اړیکو پرته پرمختګ ډېر ګران دی!

ښکاره ده چې اوسنۍ زمانه کې د پیوستون د اغېزناکو وسایلو پرمټ ګردې نړۍ یوازې د یوه کلي بڼه غوره کړې. په دې توګه چې هر هېواد له نورو سره په خورا زیاتو تنابونو تړل شوی.

ښکاره ده چې اوسنۍ زمانه کې د پیوستون د اغېزناکو وسایلو پرمټ ګردې نړۍ یوازې د یوه کلي بڼه غوره کړې. په دې توګه چې هر هېواد له نورو سره په خورا زیاتو تنابونو تړل شوی. نو که یوه کې پرمختګ او سوکالي وي، بل ته یې هم ژر تر ژره څه ناڅه ګټه رسیږي، که پرېشاني او مصیبتونه وي هم څه کړاو یې بل ته ورځي او همدارنګه یو بل کې مداخلې هم اسانه دي او هر یو بل ته خپل غږ او غوښتنه هم بې تکلیفه رسولی شي- تردې چې د هر هېواد پر ځمکني او هوايي قلمرو د ډېرو نورو الوتکې، اورګاډي، موټر او بېړۍ ګانې هم تیریږي، د ټلیفون او انټرنټ کېبلونه هم یو بل ته غځېدلي، د اوبو سیندونه سره شریک او ان د ځمکې تل کې د تېلو چینې هم د نورو له لاس وهنې خوندي نه دي- تبلیغاتي، فرهنګي، سیاحتي، تجارتي اړیکې او دغه راز ګڼو بېلابېلو نړیوالو ټولنو او ټلوالو کې د لس ګونو هېوادو اشتراک او ګډون دغه اړیکې نورې هم پسې غځوي. لنډه دا چې اوس نو ګرده نړۍ واقعاً یو کلی ګرځېدلې ده- ځکه خو که سړی ژور فکر وکړي نو حتماً دې پایلې ته رسیږي چې که یو هېواد نورو سره پوره اړیکې و نه لري، رسمي تګ راتګ یې نه وي، ځینې شریک باڼي و نه لري او کوم درانه پیټي اوچتولو کې یې د مرستې څوک نه وي، نو پر ته له شکه چې ټول ژوند به یې له کړاوه ډک او د پرمختګ یون به یې ډېر سست وي- مثلاً که همدا اوس مهال زموږ د هېواد وضعیت وڅارو نو ګورو چې نړیوال زموږ خوا ته ډېر په کراره او محتاط انداز کې رانږدې کیږي چې دا دی تقریباً د دریو کلو په موده کې ایله دومره کار شوی کوم چې هر چاته څرګند دی- بناءً اوس باید فکر وشي چې څرنګه دغو اړیکو ته سرعت ورکړی شي څو هغه مشکلات چې موږ ته د تجارت او بهرنۍ پانګونې د جلبولو برخه کې راپېښ او زموږ پرمختګ یې ځنډنی کړی، له منځه یوسو. په دې اړه د زیاترو سیاستوالو او پوهانو نظر دادی چې د  اسلامي امارت مشران خامخا دومره چانس لري چې هم تر ډېره د نړیوالو اعتماد تر لاسه کړي او هم پرخپلو دیني اصولو ټینګ پاتې شي- د مثال په ډول هڅه وشي څو خپل حکومت تر یو بریده نړیوال سیاسي عرف ته ور نږدې کړي. لکه دا چې یوه لویه جرګه راوبلل شي، د یو اساسي قانون مسوده پرې تصویب، کابینه پرې توثیق او بیا د جرګې له منځه د پارلمان په نامه نه، بلکې د شورا په نامه یوه ډله متفق علیهم اشخاص وټاکل شي. فکر نه کیږي چې یادې کړنې به یو مخ حرامې او موږ به پرې سخت ګناه ګار شو. البته غالب ګومان دادی چې کیدی شي ترڅه حده زموږ مشکلات ورسره کم او د نظام د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ لامل وګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button