مقالې او تبصرې

له نوامبره تر اګسته ، نړيوال استکبار يوازې داعش په ميراث پريښود

د امريکا پر دوو تجارتي څلو د دوو تښتول شويو الوتکو پر مټ مرګونې حمله وشوه چې له امله يې د دريو زرو خواو شا کسان ورکې ووژل شول، متحده ايالاتو له ځنډ پرته د دې حملې نسبت په افغانستان کې عرب مجاهد اسامه بن لادن چې دا مهال د القاعدې په نامه دعرب مجاهدينو د تنظيم مشر و، وکړ ، امريکايانواعلان وکړ چې د امريکا پر تجارتي څلو حمله په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې د اسامه بن لادن له لوري طراحي شوي وه او په دې موخه يې دوو کسانو ته د لوګر ولايت د مس عينک په کمپ کې روزنه ور کړي وه .

د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش له دې حملې لږ وخت وروسته اسامه بن لادن چې دا مهال په افغانستان کې اوسيده پړ وباله ، په يو کنفرانس کې يې پنځه پريکنده ټکې افغان دولت ته دا ډول واورول :

۱-د القاعدې ټول رهبران دې متحدو ايالاتو ته و سپارل شي.

۲-د طالبانو په زندانو کې چې څومره خارجي بنديان دي هغوي دي آزاد او متحدو ايالاتو ته و سپارل شي.

۳-په اسامه بن لادن پوري مربوط د روزني ټول مرکزونه دي وتړل شي

۴- ټول تروريستان او د هغوي ملاتړي دي په ګوته او متحدو ايالاتو ته و سپارل شي .

۵-متحدو ايالاتو ته دي عام و تام اجازه ورکړل شي ترڅو د ترورستانو کمپونه بررسي کړي .

جرج ډبليو بوش په ډير تکبر اعلان و کړ چې ترورستان دي را وسپارل شي که نه هغوي ( طالبان) به هم د دوي پر برخليک اخته شي، زموږ جګړه به د القاعدې پر خلاف پيل شي، خو هم هلته به پای ونه مومي .

متحدو ايالاتو د نيويارک په حملو کې د۱۹تنونو مو نه يادکړل چې يو هم پکې افغان نه و، په دې کسانو کې ۱۵ تنه سعوديان ،دوه تنه د متحده عربي اماراتو اتباع او دوه تنه د مصر او لبنان اتباع په ګوته شول.

افغان دولت ( اسلامي امارت) هغه مهال په پاکستان کې د خپل سفارت له لاري يوه اعلاميه خپره کړه چې په اعلاميه کې راغلي و : دوي داسي سند په لاس کې نه لري چې وښيي د نيويارک په حملو کې دي داسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي ،همدا راز اسلامي امارت اعلان وکړ چې اسامه بن لادن د دوي په هيواد کې مېلمه دي. د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور له مخي اسامه بن لادن په افغانستان کې د پناه اخيستلو او اوسيدلو حق لري .

اسلامي امارت درې ځلې له متحدو ايالاتو څخه وغوښتل چې د سپتمبر د ۱۱مې پيښي په اړه که امريکا کره شواهد او اسناد په لاس کې لري دوي به په افغانستان کې هغه محکمه کړي، خو د متحده ايالاتو له لوري دا وړانديزونه رد شول .

د جګړې پيل :

له هغه وروسته چې اسلامي امارت ، متحدو ايالاتو ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو ډډه وکړه امريکا يې ځواکونو او سي آي اې د حامد کرزي په ملتيا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه رسما پر افغانستان يرغل پيل کړ special activities division او سيا د امريکا لومړني ځواکونه وو چې د افغانستان په خاوره کې يې پښه کېښوده ،دا ځواکونه وروسته بيا د امريکا د ځمکنيو ځانګړو ځواکونو په نامه يا د شول چې وروسته بيا د م۱۵ په نامه نور ځواکونه هم ورسره يو ځاي شول.

دغو ځواکونو له شمالي ټلوالي سره په ګډه د افغان دولت (اسلامي امارت)پر ضد ګډ عمليات پيل کړل چې وروسته بيا بريتانوي او استراليايې ځواکونو هم د متحدو ايالاتو په ملاتړ د جګړې ډګر ته را ودانګل .

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د کابل ، جلال آباد او کندهار پر هوايې ډګرونو د امريکايې ځواکونو له لوري بمباري پيل شوې، ډبليو بوش پر افغانستان د خپل يرغل ننداره د سي ان ان تلويزيون له لاري کوله ، بوش د افغانستان خلکو ته ډاډ ور کاوه چې دهوا له لاري به خواړه ، درمل او جامې ور ورسوي .

امريکايې بم غورځوونکو الوتکو د افغان دولت ( اسلامي امارت) د هوايې مدافعې له ويرې له ډيرې لوړې ارتفاع بمونه غورځول او لومړني اهداف يې په کندهار ، کابل او جلال آباد کې په نښه کړل ، د څو ورځو په تيريدو سره د افغان دولت د هوايې مدافعې سستم له منځه لاړ او افغان ځواکونو ته درانه صدمات واوښتل .

له دوو اونيو تيريدو وروسته د افغان دولت مسلح مخالفين چې دا مهال د يرغلګرو له ډلي سره يو ځاي شوي وو له امريکايانو يې وغوښتل چې خپل حملات د جګړې پر لومړۍ کرښه متمرکز کړي .

د ۲۰۰۱ کال د نوامبرپه لومړيو کې د افغان دولت دفاعي ليکي د امريکا د سي ۱۳۰ الوتکو له لوري چې د بي ال يو ۸۲ ډوله بمونه يې له ځان سره ليږدول بمبار کړې ، افغان ځواکونو چې د پر مخ تللي جګړې تجربه نه درلوده نو د د ښمن مخته به په راڼه ميدان ولاړ وو او تګ را تګ به يې کا وه له پرمختللې جګړې سره د افغان ځواکونو نابلدي د يرغلګرو هوايې ځواک ته دا چانس ور کا وه چې په ډيره اساني سره دوي تر خپل خپل هدف لاندي را ولي .

د نوامبر په دويمه د ا فغان دولت( اسلامي امارت ) پر دفاعي کرښي د امريکايې ځواکونو پر مټ د افغان دولت( اسلامي امارت) مسلحو مخالفينو چې دا وخت د اشغالګرو برخه ګرځيدلي وو، پر مزارشريف حمله وکړه اود طالبانو اکمالاتي لاري يې وتړلې چې په دې کار سره په مزارشريف کې ميشت طالبان د ټلوالي له لوري محاصره شول .

جنګي جرايم :

متحدو ايالاتو په افغانستان کې د اشغال پر مهال سخت جنګي جرايم ترسره کړل ،د جګړي ټول رسوم او آداب يې تر پښو لاندي کړل د غير نظاميانو په وژلو يې لاس پوري کړ ، پر غير نظامي اهدافو يې بمونه واورول ، د اسيرانو په سختو شکنجو يې لاس پوري کړ ، جنګي اسيران يې ووژل ،د يوې پروسې له مخې يې د مسلحانه سرقتونو او ترورونو پروژي په کار واچولې، د عامه اموالو پر تخريب يې لاس پورې کړ ، پر مدارسو ، روغتونونو او ودونو يې بمبارۍ وکړې ،د افغانستان په شمال کې يې ۳۰۰۰تنه تسليم شوي طالبان د خپلو داخلي مزدورانو په لاس په کارنتيرونو کې ووژل ، همدا راز د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري ډير دسته جمعي قبرونه وموندل شول چې زرګونه افغانان پکې خښ شوي وو، خو متحدو ايالاتو د ملګرو ملتونو دا تحقيقاتي پروسه بنده کړه .

د امريکا د براون په نامه يو معتبر پوهنتون په افغانستان کې د امريکايي اشغال په اړه يو رپوټ خپور کړ ، په دې راپور کې را غلي چې د امريکا له لوري د افغانستان په شل کلن اشغال کې ۲۴۱ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په دې ډله کې يو اويا زره او درې سوه څلور څلويښت تنه غير نظاميان و چې ۴۷۲۴۵ تنه د افغانستان په داخل او ۲۴۰۹۹تنه د افغانستان په پولو کې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي.

۶۹۰۰۰ تنه د افغانستان پوليس او د اردو سرتيري، او ۳۵۸۶تنه امريکايي سرتيري ووژل شول.

له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹ ميلادي کال پورې د امريکا بې پيلوټو الوتکو ۲۷ زره رهبري شوي بمونه د افغانستان پر خاوره وغورځول.

د پوهنتون په دې رپوټ کې راغلي چې د يوې لسيزي په اوږدو کې ۷۷۹۲ ماشومان وژل شوي او ۶۶۲ تنه ټپيان شوي.

له ۲۰۱۰ ميلادي کال را په دېخوا ت ۳۰۰۰تنه ميرمنې ووژل شوې او ۷۰۰۰تنه نورې ټپيانې شوې.

د اشغالګرو تلفات:

که څه هم اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې درانه ځاني تاوانونه واوښتل خو دوي د خپلو تلفاتو اصلي ارقام د خپلو ولسونو له سترګو پټ وساتل پر هغو تلفاتو چې دوي خپله اعتراف کړي په دې ډول دي :

متحده ايالات ۲۳۵۵۰ تنه ، بريتانيا ۴۵۶ تنه ، کانادا ۱۵۷ تنه ، فرانسه ۸۸ تنه ، آلمان ۶۲ تنه ،ايتاليا ۵۳تنه ، لهستان ۴۴ تنه ، ډنمارک۴۳تنه استراليا۴۱تنه ، اسپانيا۳۵تنه،ګرجستان ۳۲تنه ، رومانيا۲۶ تنه ،هلمند۲۵تنه ،ترکيه ۱۵ تنه ،چک ۱۴تنه ،نيوزيلند۱۰تنه ،نروژ ۱۹ تنه ، استونيا۹تنه ،مجارستان ۷تنه ،سويدن ۵تنه ، ليتوانيا۴تنه،سلواکيا۳تنه ،فنلند ۲تنه ، اردن ۲تنه ،پرتګال۲تنه ، جنوبي کوريا۲تنه، البانيا ۱تن، بلژيک ۱تن،بلغارستان۱ تن، کرواسي ۱تن، ليتوانيا۱تن ،مونتنګرو۱ تن .

د جګړې مصارف :

د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت د تخمين له مخي له ۲۰۰۱ ميلادي کاله تر ۲۰۱۸ ميلادي کال پوري متحدو ايالاتو ۵۹۲/۷۳۷ميليارده ډالره مصرف کړي چې په دې جګړه کې هر ماليه ور کوونکي امريکايې ۳۷۱۴ ډالره پاګونه کړي ده ، اخواته بيا د امريکا د براون پوهنتون تحقيقات په ډاګه کوي چې متحدو ايالاتو له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۹ کاله پوري ۹۷۵ميليارده ډالره پانګونه کړي .

په ۲۰۱۳ م کال کې د هاروارد پوهنتون د عمومي سياست استاد ليندا بيلمز اټکل وکړ چې د افغانستان او عراق د جګړو چې هم مهاله پيل شوې د امريکا لپاره به حد اقل له ۴تر۶تريليونو ډالرو مصرف وغواړي ، نوموړي زياته کړه چې د عراق او افغانستان جګړې به د متحدو ايالاتو لپاره له ټولو قيمتي جګړې وي.

د امريکا ماته او تېښته امريکايي ځواکونو او متحدينو يې له نن څخه ۲۲ کاله وړاندې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې تر شعار لاندي پر افغانستان يرغل وکړ اوله ۲۰ کلن اشغال او د دې اشغال په نتيجه کې له سترو او زړه بوږنو وونکو جناياتو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه د امريکايي ځواکونو وروستي سرتېري په ټيټ سر له افغانستان څخه ووت او افغانانو ته يې تر شا د داعش په نامه منحوسه پروژه پرېښوده .

رحمت الله فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button