سرلیکنې

له مهاجرو سره بد چلند به سیاسي اړیکې زیانمنې کړي

په افغانستان کې د مېلمه درناوي او عزت کول د ملي دود یوه برخه ده که یو څوک ډېر لوی مجرم هم وي،خوچې د افغان کورته یې پناه یووړه د سر په بیه ترې دفاع او ساتنه کوي.

په افغانستان کې د مېلمه درناوي او عزت کول د ملي دود یوه برخه ده که یو څوک ډېر لوی مجرم هم وي،خوچې د افغان کورته یې پناه یووړه د سر په بیه ترې دفاع او ساتنه کوي. تاسې ولیدل چې د شوروي اتحاد په خلاف د عربي نړۍ یو شمېر مېلمانه د افغان مجاهدینو د مرستې په موخه هېواد ته راغلل او په دغه سپېڅلي جهاد کې یې برخه واخیسته چې غربي استعماري هېوادونو یې هم هر کلی او مرسته کوله خو کله چې روسي ځواکونو په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړه او شوري اتحاد په روسيې تبدیل شونو غربي استعمار چې همدغه ورځې ته یې شېبې شمېرلې موقع په لاس ورغله چې نورنو په نړۍ کې داسې څوک نه ویني چې د دوی د ځواکونو مخه ونیسي. افغانستان خو د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپټامبر د یوولسمې دسیسې په پلمه یې پر افغانستان برمنډ یرغل وکړ. دغه نابرابره جنګ دوه لسیزې دوام وکړ چې په لسګونو زره بې ګناه او مظلوم افغانان په کې شهيدان شول او په لسګونو عرب مېلمانه هم د دغه جنګ په لړ کې له منځه لاړل چې مېرمنې یې بې سرپرسته شوې او د افغانانو د غیرت دغه صحنې یې په خپلو سترګو ولیدلې نو بیا به یې د افغانستان خاوره د خپلو پوړنو پلوونو پورې تړله اوښکولوله. افغانانو دا ازموینې بار بار ورکړې او تري بریالي راوتي او دا ویاړ یواځی افغانانو ګټلی چې د همدغه میلمنو امریکې ته د نه سپارلو په سر یې څومره قربانې ورکړه، ګردې نړۍ ته روښانه ده. خو تیره ورځ به تاسي د رسنیو له لارې اوریدلي او خبریاست  چې پاکستاني پولیس   کور په کور ګرځي او افغان مهاجرین زندانونو ته بیایې پاکستان همیش له افغان کډوالو ګټه پورته کړې پاکستانې فوځیانو چې پخوا به یې د سټینګنجې په نوم اسلحه درلوده چې ډيره کمروزې نظامې وسله ده افغان کډوالو د مرستو له امله د اتومي وسلو څښتن شو د معلوماتو له مخې د همدغه افغان مهاجرینو ۶۰۰ کارخانې په پاکستان کې فعالیت کوی چې ګټه یې پاکستان ته رسیږي افغان حکومت لا هم د پاکستان له حکومت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی په داسي حال کې چې له مهاجرینو سره بد چلند او کړنه د ټولو بین المللی اصولو او کډوالۍ د قانون خلاف عمل دی د مهاجرینو سره بدچلند به د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسی  اړیکې یانمنې او د ستونزو د هواری په ځای نورې ستونزې وزیږوي موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې ژر تر ژره دې له دغه ډول کړنو څخه لاس واخلي او په بین المللي ټولنه هم غږ کوو چې په دې اړه عاجل اقدام وکړي ترڅو د افغان مهاجرینو د اذیت او آزار مخه ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button