اقتصاد

له   معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي

د رياست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال پرون د افغانستان بانک له عمومي رئیس هدایت الله بدري سره وکتل.بدري په دغه کتنه کې د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا کفیل ته مالومات ورکړل او ویې ویل چې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي، چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي، چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.

هدایت الله بدري وویل، چې د خصوصي بانکونو چارې هم ښه پر مخ ځي او پر هغوى د خلکو باور زيات شوى دى.

په ورته وخت کې  د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسوولینو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو برخه باید کاري لومړیتوب وګرځوي او همداشان پولي سیاستونه له معیارونو سره سم په تخصصي ډول ترسره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا او وده اړتیا ده، چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button