مقالې او تبصرې

له غنمو پرته خپلواکي نيمګړې ده!

د انسانیت له پيله تر اوسه زرګونه کلونه کېږي،چې ډېر شیان لکه : د انسان جامه ، خوراک، استوګنه، تعلیم او نورو کې ډېر توپیر راغلی؛ خو یوازینی شی چې اوس او له زرګونو کلونو راهیسې مروج دی ، هغه د غنمو کښت ، اوړه کول ، ډوډۍ ترې پخول او نوره استفاده کول دي.

د انسانیت له پيله تر اوسه زرګونه کلونه کېږي،چې ډېر شیان لکه : د انسان جامه ، خوراک، استوګنه، تعلیم او نورو کې ډېر توپیر راغلی؛ خو یوازینی شی چې اوس او له زرګونو کلونو راهیسې مروج دی ، هغه د غنمو کښت ، اوړه کول ، ډوډۍ ترې پخول او نوره استفاده کول دي. د انسان د استفادې وړ غلې دانې ډېرې دي، خو غنم په غله جاتو کې له ټولو ارزانه بیه لري، ځکه خلک یې کښت ته اهمیت نه ورکوي او اساسي یې نه ګني، خو که څوک د غنمو پر اهمیت ځان وپوهوي، نو په دې به هم پوه شي، چې غنم ملتونه او دولتونه له غریبۍ څخه راباسي او له نړۍ سره یې سیال جوړوي. لکه چې وایي: جنګ په وسله کېږي او ننګ په غله. ایا پوهېږئ، چې د افغانستان ۵۰ سلنه غنم یا اوړه له ګاونډیو هېوادونو راځي؟ افغانستان د کال تقریباً  د۳ میلیاردو ډالروپه قیمت مختلف توکي لکه : برقي سامان الات ، دوا درمل، د کارخانو خام مواد، اوړه ،غوړي او موټر واردوي، چې د دې وارداتو له ټولو لویه برخه یې اوړه دي او د دې اوړو په اخیستو د افغانستان هر کال تر۳۰۹ میليونو ډالر بهر ته ځي، چې دا د افغانستان د اقتصاد کمزوري کېدو لامل هم دی. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، چې ننګ په غله کېږي، که چېرې خدای مه کړه د افغانستان له ګاونډیو سره اړیکې خرابي شي اویا کومه بله طبیعي پېښه رامنځ ته شي او مواصلاتي لارې بندې کړي. نو په څو ورځو کې به د افغانستان ۵۰ سلنه خلک له ستونزو سره مخ شي. بیا موږ مجبور یو چې د هر چا هر ډول شرطونه وي منو به یې.

همدا اوس کله چې د روسيې او اوکراين جګړه ونښته او اروپايي ټولنې پر روسيې بنديزونه ولګول، نو روسيې هم په مقابل کې سمدستي د اوکراين هغه بند ونيو، چې اروپا ته ترې غنم صادرېدل. په دې توګه روسيې پر ټوله اروپا اوکرايني غنم بند کړل او هغوی له سخت فشار سره مخ شول، نو هماغه وو، چې د ترکيې په منځګړتوب له ډېرو خبرو او خوارۍ وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې اروپايي ټولنې پر روسيې ځينې لګېدلي بنديزونه بېرته لرې کړل او مقابل کې يې روسيې هم بېرته اروپا ته د اوکرايني غنمو لېږد ته اجازه ورکړه.

پوهیږئ چې زیاتروهېوادونو له  بیړنیو حالاتو او سختو ورځونه د ځان ویستلو لپاره له ۳ تر ۱۰ کلونو پورې د مصرف غنم ذخیره کړي دي. خو افسوس چې موږ د یو کال غله هم نه لرو، څومره چې دلته مصرفېږي هغومره وارېدوو او همدا سلسله همداسې روانه ده، چې ښه راتلونکی نه لري.

د نړي  ټولو پرمختللیو هوادونو ته که کتنه وکړو نو وبه ګورو، چې سره له دومره پرمختګ، کارخانو، تجارت، او عوایدو بیا هم دوی د غنمو کرکیلی نه ده پرېښی او لا یې زیات کړی.

د نړی پرمختللیو هېوادونو د غنمو کلني حاصلات عبارت دی له:

۱- چین په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ تر ټولو لوی د غنمو تولېدونکی هیواد دی چې هر کال تقریباً ۱۳۶ میلیونه  ټنه غنم تولیدوي لکه  څنګه چې  چین  د نړی له ټولو زیات نفوس لري، نو خپل ټول غنم په هېواد کې مصرفوي.

۲-هندوستان د نفوس  له مخې دویم هیواد ګڼل کېږي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د غنمو تولیدونکو هیوادونو په لیست کې په دویم نمبر راځي. هر کال ۱۰۵ میلیونه غنم تولیدوي او ۱۰۴ میلیونه یې په خپل هېواد کې مصرفوي پاتې نور صادروي.

۳- روسیه  د غنمو تولیدونکو هیوادونو په لیست کې درېیم ځای لري چې هر کال۸۵ میلیونه ټنه غنم تولیدوي، چې له دې جملې ۴۴ ټنه په خپله استفاده کوي اوپاتې ۳۷ میلیونه ټنه غنم هرکال مصر او ځینو نورو افریقایي هیوادونو ته صادروي.

۴- امریکا د غنمو تولیدونکو هیوادونو په لیست کې په څلورم نمبر راځي چې هر کال ۴۸ میلیونه ټنه غنم تولیدوي چې نیم یې خپله مصرفوي او پاتې یې نورو هیوادونو ته صادروي.

۵- فرانسه د غنمو تولیدونکو هیوادونو په لیست کې پنځم ځای لري، چې هر کال ۳۲ میلیونه ټنه غنم  تولیدوي. په دې لیست کې ځینې نور هېوادونه هم شامل دي لکه :کاناډا، جرمني، پاکستان، استرالیا او اوکراین څخه چې خپل هیوادونه یې په ځان بسیا او پاتې غنم نورو هیوادونو ته صادروي.

هغه هیوادونه چې هر کال له ټولو ډېر غنم نورو هېوادونو ته صاردوي عبارت دي له :

۱- روس : هر کال ۳۷ میلیونه ټنه غنم صادروي.که څه هم د تولیدونکو هیوادونو په لیست کې درېیم ځای لري خو دا چې نفوس یې کم دی، نو پاتې ټول نورو هیوادونو ته صادروي ، چې د صادرونکو هیوادونو په لیست کې لومړی مقام لري.

۲- امریکا: هر کال ۲۶ میلیونه ټنه غنم  نورو هیوادونو ته صادروي. دا چې افغانستان کې یې دا ۲۰ کاله د زعفرانو، ینجې او نور شیانو کرلو ته  تبلیغات کول او په دې ښه پوهېدل چې د افغانستان تقریباً نیمایي غنم له بهره راځي او په خپل ځان بسیا هم نه دی.

۳- کاناډا: هم هر کال ۲۶ میلیونه ټنه غنم نورو هېوادونو ته صادروي.

۴- فرانسه : هر کال ۱۹ میلیونه ټنه غنم صادروي.

۵- اوکراین: هر کال ۱۸ میلیونه ټنه غنم صادروي او داسې نور هېوادونه لکه استرالیا، ارجینټاین، جرمني، قزاقستان او پولینډ په دې لیست کې شامل دي.

خو همدا هېوادونه چې خپله غنم کري او هم یې نورو هیوادونو ته صادروي ، کله چې هم په زراعتي برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي، نو په دې مرستو کې یې د غنمو په برخه کې یوه پروژه هم نشته، نه د اصلاح شوي تخم ، نه د کرلو پرمختللې طریقې او نه هم د مرضونواو افتونود مخنیوي په برخه کې ورسره کومه مرسته کوي.

همدې هیوادونو شل کاله له افغانستان سره د زاعتي مرستو په برخه کې د زعفرانو، ینجې، سویابین  او نورو کم استفاده کېدونکواو هغه شیانو چې اساسي ضروریات نه دي، کرلو او رائجولو لپاره تبلیغا ت وکړل او هم یې په دې برخه کې مرستې وکړې.

او دا لومړی ځل نه دی،د تاریخ په اوږدو کې یې له ډېرو هیوادونو سره داسې د مرستې په نوم دوکې کړې دي،۴۰ کاله مخکې یې د مصر هېواد ته په دې نوم چې، ستاسیې په هېواد کې پنبه ډېر ښه حاصل ورکوي او بیا له دې تارونه، توکرونه او نور لباس جوړېږي، چې د غنمو په پرتله ترې ډېر عاید راځي ،مشوره ورکړه. کله چې د مصر چارواکو ترې پوښتنه وکړه ،موږ چې د غنمو پر ځای پنبه  وکرونو غنم به له کومه کوو؟ امریکایانو ورته وویل چې هغه به موږ درکړو. خو دومره څوک نه و، چې ورته ووایي تاسې ولې پنبه نه کرئ او ولې غنم کرئ؟ بیا یې چې له مصریانو پوښتنه وکړه د دې پنبې د تصفې او نساجي ماشینونه ؟ هغوی ورته وویل چې موږ یې درکوو.خلاصه دا چې خپل زاړه ماشینونه یې پرې وپلورل، خپلو مسلکي کسانو ته یې تنخوا په مصر کې پیدا کړه ، چې وروسته یې بیا د ډېرې تنخوا غوښته کوله او وروسته یې بیا امریکایانو ته هلته د کورونو غوښتنه وکړه. د مصر د خلکو چې د غنمو کرلو، ریبلو، پاکولو او اوړه کولو کوم ماشینونه وو هغه شپږ کاله بېکاره پراته وو او زاړه شول. مصریان اخر پوه شول او چې ترڅو یې بیرته غنم کرل او نوي ماشینونه یې اخیستل، ۱۵ کاله وروسته پاتې شول.

 ۶ کاله مخکې چې افغانستان کې د زعفرانو کرلو ته ډېر زیات تبلیغات کېدل، د لوګرولایت، خوښۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم د دې دسیسې ښکار شوی و،ځکه په هغه کال د زعفرانو تخم وېشل کېده. ویل یې چې  یو جریب ځمکه مې لرله، چې ماته به یې ۱۴ بوجۍ غنم کول چې ټول کال مې بس وو او دوه خرواره به یې بوس کول چې غوابه مې هم پرې مړه وه، خو داځل مې حرص وکړ چې سږ  ترې ډېره ګټه واخلم، نو ما هم  د غنمو پر ځای زعفران وکرل ، ټول یې ورته د ۷۰۰۰ افغانیو حاصل کړی و،چې په هغه یې ۳ بوجۍ اوړه اخیستي وو او غوایې هم ټول کال وږې ولاړ وو،چې له هغې وروسته یې له زعفرانو توبه و ایسته.نو دلته هم زموږ هم همدا حال دی، له دغې څلویښت کلنې جګړې مخکې افغانستان د غنمو له درکه پر ځان بسيا و، خو تېرو کلونو کې آن ۸۰ سلنه غنم موږ له بهره واردول، اوس الحمدلله؛ تقريباً ۵۰ سلنه غله خپله لرو او پاتې نوره له بهره ورادېږي. دا يو ښه پرمختګ دی، خو بايد هڅې لا ګړندۍ شي، تر څو يو مخ پر ځان بسيا او د نورو له محتاجۍ خلاص شو.

که فکر وکړو، چې د افغانستان  په ۵۰ سلنه غله پوره کولو کې څومره خلک مصروف دي، نو که موږ خپل هیواد کې د ۱۰۰ سلنه غلې پوره کولو کوښښ وکړو ، نو همدومره نورو خلکو ته به هم په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره او په زراعت کې به مصروف شي. دغه راز؛ څو چنده نورو خلکو ته به هم  په غیر مستقیمه توګه روزګار پیدا شي. غله به ارزانه شي ، په هېواد کې به څوک وږي نه ویده کېږي ، هغه خلک چې اوس يې ټوله میاشتنۍ کټه په اوړو اخیستلو مصرفېږي ، د ارزانه اوړو په وخت کې به له هغو سره هم څه پیسې پاتې شي او تعلیم او ښه خوراک ته به مخه کړي، ماشومان به د کاراو مزدورۍ په ځای ښوونځیو ته ولاړشي او عموماً به مو د ټولنې تعليمي سويه لوړه شي.

دغه راز؛ کله چې د غنمو حاصلات مو خپل وي، نو په خپل هېواد کې به مو د غنمو میده کولو او اوړه کولو ماشینونه او میلونه جوړ شي ، چې زر ګونه کارکوونکي په کې مصروفيدای شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button