مقالې او تبصرې

له ستړتیا سره سره هدف ته ځان ورسوئ

باورمن واوسئ هره ماتې ستا د کامیابۍ مقدمه ده او هر محدودیت ستا د نړۍ د ارتقا له پاره پول دی.

باورمن واوسئ هره ماتې ستا د کامیابۍ مقدمه ده او هر محدودیت ستا د نړۍ د ارتقا له پاره پول دی.

سامویل مورس ته چې کله د خپلې ښځې د ناروغۍ پیغام ورسید، ډیر ناوخته و او کله چې شفاخانې ته ورسید، نو هغه له دنیا تللې وه. دغه امریکایی نقاش او مخترع د پیغام له دغه ناوخته رسیدو څخه زیات ناراضه شو، چې له امله یې لږ وخت وروسته نوموړي تلګراف اختراع کړ.

جان کوم، د خراب اقتصادي وضیعت له امله ونشو کولای، چې له امریکا څخه له خپل پلار سره په اوکراین کې تماس ټینګ کړي، همدا محدودیت یې د خپلو اهدافو په مسیر عاطفي نقطه شوه او لږ وخت وروسته یې واټساپ تاسیس کړ.

نیک ووډمن د سیند د څپو پرمخ سورلي کوله او دا یې خوښول چې له ځان څخه په همدغه وخت کې تصویر واخلي مګر امکان یې نه و. څه وخت وروسته نوموړي د ګوپرو په نوم یو شرکت تاسیس کړ، چې اوس په نړۍ کې د لوړ کیفیت لرونکو ورزشي کیمرو یواځینی شرکت ګڼل کیږي.

اینګوارډ کمپارد هغه کس و، چې په ماشومتوب کې یې د سویډن ښار په جنوب کې اورلګیت (تیلو دبلي) خرڅول، کله چې ستر شو، یوه ورځ د وسایلو د ځای پر ځای کولو په وخت کې په دې ونه توانید چې یو میز د خپل ماشین په منځ کې ځای پر ځای کړي، نو ناچار شو چې پښې یې باید بیرون ته راوړي. لږ وخت وروسته نوموړی د ایکیا په نوم شرکت تاسیس کړ، چې نن ورځ په نړۍ کې د کور د ښکلو لوازمو او مختللو ماشینونو له کبله لوړ مقام لري.

نوټ: معمولآ لوي پرمختګونه د ماتې له ژوروالي او محدودیتونو څخه منشا اخلئ، نو له محدودیتونو څخه مه ویریږئ بلکې انګیزه ترې واخلئ!

او د ماتو په مقابل کې مه تسلیمیږئ، بلکې تر پښو لاندې یې کړئ او له هغو څخه اوج ته د رسیدلو له پاره پول جوړ کړئ.

کامیاب خلک هغه دي، چې هم یې ماتې تجربه کړي او هم یې محدودیت تجربه کړی، خو د بریا راز یې دادی چې له ستړتیا سره سره یې خپل کار ته ادامه ورکړې او هدف ته رسیدلي دي.

محبت شاه همت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button