سرلیکنې

له زلزله ځپلو سره دې د مرستو په وېش کې اسلامي عدالت مراعات شي

څو ورځې وړاندې د هیواد په غربي ولایت هرات کې له یوې بلې الهي ازموینې سره مخ شوو ،چې هغه یوه ډېره شدیده او خطرناکه زلزله وه چې په دغې بوږنوونکې واقعه کې زموږ په زرګونو هیوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل او د اټکل له مخې د ۲۵۰۰په شاوخوا کې زموږ ځورېدلي هیوادوال چې ښځې اوکوچنیان هم پکې شامل دي ،په شهادت رسېدلي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي ، په سلګونو کورونه او په لسګونو کلي په مکمل ډول له منځه تللي ، چې عاجلې سرپناه ته یې اړتیا لیدل کېږي.ددغې غم لړلې پېښې له امله له هراتي ورونو سره د عاجلو مرستو په موخه د هیواد په اړوندو ولایتونو کې د مرستو لپاره تعاوني ضدوقونه ايښودل شوي ،چې زموږ بادرده او بادرکه ولسونو په کې د خپل توان په اندازه مرسته کړې او د مرستو دغه لړۍ د بېلابېلو ولایتونو او بهر مېشتو افغانانو له لوري جریان لري . زموږ تاکید دادی چې دغه مرستې ضایع نه شي او په متوازن شکل د اسلامي عدالت په رڼا کې پر مستحقو او زیاتمنو شویو خلکو ووېشل شي. د افغانستان اسلامي امارت ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معین حيات الله مهاجر فراهي په همدې موخه چې په دغو مرستو کې د مور او میرې سلوک ونه شي هرات ته لېږلی ، چې په واقعي شکل دغه مرستې د دغې پښې  زیانمنو شریو کورنیو ته ورسېږي او د مرستو د وېش دغه لړۍ په درسته توګه ترسره شي او نظارت يې وکړي ، نه دا چې د ځینو مؤسساتو د مرستو په څېر چې د مرستو مستحق او هغه چې غریبان دي د مرستو په نوملړ کې یې نوم نه وي او د زیاتو کسانو شکایتونو چې حق یې خوړل شوی رسنیزه بڼه  غوره کړې او له دغو مرستو یې ناخوښي څرګنده کړې . موږ باید یو پر بل رحم وکړو او پر خپل حق او برخه صبر وکړو، ځکه چې د بنده ګانو حق بنده ګانوته بښل کېږي ، نو په کار  ده چې په دغو مرستو کې له اسلامي عدالت څخه کار واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button