اقتصاد

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او نورو لوړپوړو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو.د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دغه صندوق د پرانیستلو سره به د خصوصي سکتور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر چټک شي. 

نوموړي وړاندې ویلي چې ددې صندوق په پرانیستې سره به د بېکارۍ کچه ټيټه او هېوادوالو ته به لازمه کارموندنه وشي.

یادې غونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ویلي د اوسنیو شرایط په درک سره اسلامی امارت د هېواد د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې ارزښمتن ګامونه پورته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: په هېواد کې سراسری امنیت ټنګ شوی دی، د خصوصی سکټور په همکارۍ په بازار کې توکې په پراخه کچه شتون لری او نرخونه هم د ګاونډیو هېوادونو په نسبت ټیټ دي.

دا صندق د دوامداره اقتصادې پراختیا، بیکارۍ له منځه وړلو، د سوداګریز بیلانس د تعادل، د خصوصی سکتور د فعالیت پروړاندې د خنډونو له منځه وړلو، سوداګرۍ او ترانزیت کې د اسانتیاوو برابرولو په پار رامنځته شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button