سیاست او دولت

له حج وروسته به څه کوو؟

مخکې تر دې چې پوښتنې ته ځواب ورکړو: له حج وروسته به څه کوو؟ د يادونې وړ ده، چې په تېرو ورځو کې حاجيانو د سپېڅلي کور په طواف کولو سره يو له سترو عبادتونو، يو له سترو قربانيو او د اسلام له پنځو رکنونو څخه يو يې په وياړ ترسره کړ او اوس خپلو وطنونو او خپلو کورنیو ته راستانه شوي ورڅخه څو غوښتنې لرو:

63 / 100

مخکې تر دې چې پوښتنې ته ځواب ورکړو: له حج وروسته به څه کوو؟ د يادونې وړ ده، چې په تېرو ورځو کې حاجيانو د سپېڅلي کور په طواف کولو سره يو له سترو عبادتونو، يو له سترو قربانيو او د اسلام له پنځو رکنونو څخه يو يې په وياړ ترسره کړ او اوس خپلو وطنونو او خپلو کورنیو ته راستانه شوي ورڅخه څو غوښتنې لرو:

لومړی: اې د الله جل جلاله د مقدس کور حج کوونکو د الله تعالی شکر وباسئ په هغه څه چې تاسو ته یې درکړي او د هغه ستاینه وکړئ په هغه څه چې تاسو يې خپل کور (کعبې) ته غوښتي واست او د هغو نعمتونو او نیکیو چې تاسو ته يې درکړي،  الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: «او د نعمتونو كوم څه چې ستاسو په برخه شوي؛ نو د الله له لوري دي.» نحل: ۵۳.

هو د حج كوم نعمت چې ستاسې په برخه شوی دا ستاسو د رب او حقيقي منعم له لوري دی، په وركړې كې يې د بل چا اراده دخيله ونه ګڼئ.

د انسان په اړه د الله پېرزوينې زياتې او له شمېره وتلې،چې كه د هغوى د شمېرلو هڅه وكړئ هېڅكله به يې شمېرنه بشپړه نه كړاى شئ؛ نو پر همدې اساس حج ته مو تګ خپله بیداري او لاسته ته راوړنه مه ګڼۍ؛ بلکې د الله جل جلاله یوه پېرزوینه يې وګڼئ او خوشحاله شئ چې د خپل اطاعت او عبادت کولو توان ورکړئ.

دويم: د خپل رب په اړه غوره او ښه نظر او امید ولرئ او له هغه جل جلاله څخه د زياتو خيرونو، عبادتونو، نعمتونو، شکرونو او … هيله ولرئ او د الله (ج) څخه د خپل حج، اطاعت په قبلولو، د تېرو ګناهونو او بدو اعمالو د له منځه وړلو هيله په کې ټينګه کړئ، رسول الله (ص) فرمایلي:

ژباړه: څوک چې حج وکړي او فحش یا بد عمل ونه کړي، د هغه ګناهونه به د هغې ورځې په څېر پاک شي لکه څنګه چې دی د موره زېږېدلی وي. متفق عليه.

درېیم: تاسې حج وکړ (د مقدسې مځکې او د خپل رب د کور د زیارت کولو ویاړ مو ترلاسه کړ) او په دې مبارکو عباداتو کې مو وخت پر وخت برخه واخیسته، اوس تاسو دلته یاست. او ستاسو حج او ستاسو عبادت بشپړ شوی، وروسته له دې چې تاسو د دې احساساتو په لیدلو او د دغو مناسکو په ترسره کولو سره، په خوندي توګه خپل دیار ته راستانه شوي یاست، د بدو اعمالو د بېرته راګرځېدو او ترسره کولو څخه محتاط اوسئ. تاسې په خپل ژوند کې یوه پاکه سپینه پاڼه پرانیستې او له حج څخه وروسته مو پاکي جامې اغوستې دي، نو په حرامو اعمالو او الفاظو سره دا سپېڅلې صفحه مه توروئ.

څلورم: د قبول شوی حج یوه نښه داده، چې حج کوونکی دنیوي خواهشات پرېږدي او اخروي خواهشاتو ته مخه کړي، په نېک عمل پسې وروسته نورو نېکو عملونو ته مخه کړي.

د حاجي لپاره به څومره غوره وي چې له حج څخه وروسته خپل کور او وطن ته راستون شي، د ايمان لوړتيا يې، د اخلاقو ښه والی يې، د رحم، صداقت او صله رحمۍ غوره توب يې، د تقوا او پرهېزګارۍ هسکه څوکه يې د الله (ج) او د هغه د حق او د هغه د الهي ځانګړتياوو يادونه وکړي.

څوک چې له حج وروسته له دغو ښکلو او سترو صفاتو سره راوګرځي، په حقيقت کې د حج له رازونو، عبرتونو او اغېزو څخه برخمن شوى او باید د الله (ج)په ذکر او تسبېح لګیا و اوسي، لکه څنګه چې الله (ج)فرمايي؛ژباړه:  نو د خپل رب له ستاينې سره (په تسبيح) لگيا اوسه، او تر هغه د خپل رب عبادت كوه چې يقين (مرگ) درته راشي. (سورت الحجر: ۹۸- ۹۹ ایة)

پنځم: د الله (ج) د فرض ادا کولو وروسته، چې خپل کور ته راستون شوې، د الله (ج) له قانون پرته بل قانون ته رجوع مه کوه، پرته له الله بل چا ته سر مه ټيټوه، پرته له الله يې د بل چا څخه مه غواړه، په اطاعت او عبادت کې د الله (ج) مریی
و اوسه او….

محمد نبي سلطاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button