له جرمونو پاکه ټولنه او ګډ مسئوليت؟!
نن سبا د نړۍ په هره سيمه کې خلک د جرمونو له ډېرېدو سر ټکوي، هره ورځ د غلا، وژنو او اختطاف پېښې رامنځته کېږي؛ خو د تعجب ځای دا دی، چې خلک يوازې په دې خبره خپل ځان له مسئوليت څخه خلاصوي:«ډېر بد کار وشو، بايد داسې نه وای شوي». مهمه دا ده چې څنګه کولی شو، چې ټولنه له جرمونو پاکه کړو..؟! ايا موږ هم په دې برخه کې کوم مسئوليت لرو ؟

مهمه داده چې لومړی د جرمونو د منځته راتګ اساسي لاملونه معلوم کړای شي او بيا يې د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخيستل شي. که لږ ژور فکر وشي، څرګندېږي، چې په ټولنه کې جرمونه د لاندې دوو اساسي لاملونو له وجې منځته راځي:
لومړی: ناپوهي (جهالت)
دوهم: کمزوری اقتصادي وضعيت
په ټولنه کې همدا دوه ډوله خلک دي، چې جرمونه کوي، يا خو د ډېرې ناپوهۍ له وجې دغو ناوړه چارو ته لاس اچوي او يا هم کمزوري اقتصادي وضعيت دې کار ته اړ کړی وي.
اوس که هر څوک په ټولنه کې د جرمونو ددغو دوو اساسي اسبابو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي او په دې برخه کې خپل مسئوليت درک کړي، داسې چې هر څوک د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته سالمه پاملرنه وکړي، د هغوی څار او مراقبت وکړي او پرې نه ږدي، چې اولادونه يې د ټولنې له بدکارو خلکو سره راشه درشه و لري؛ نو تر ډېره بريده ټولنه له جرمونو پاکولی شو.
بل دا چې د ټولنې شتمنه طبقه باید د بېوزلو او نادارو لاسنيوی وکړي او اړتياوې يې بشپړې کړي ، چې هغه اړ نشي له ناروا لارو پیسې لاس ته راوړي؛ نو ورسره ټولنه کې د جرمونو د رامنځته کېدو دوهم لامل هم له منځه ځي او يوه باثباته او خوشحاله ټولنه جوړولی شو. او په دې برخه کې که شتمن يوازې د خپلو مالونو فرض زکات هم پر بېوزلانو ووېشي، تر ډېره بريده ددې ناخوالو مخه نيول کېږي.